په کابل کې د کلیوالي صنایعو ستر نندارتون پرانستل شو

د کلیوالي صنایعو دغه ستر نندارتون نن (چهارشنبې) د کلیوالي صنایعو د پراختیا  ملي پروګرام له خوا جوړ شوی و.

په دې نندارتون کې له پنځو ولایتونو نږدې ۱۱۰ کلیوالو متشبثینو ګډون کړی وو او موخه یې د کلیوالو مېرمنو د عوایدو زیاتوالي تر څنګ هېوادوالو ته د کلیوالو مېرمنو په لاس جوړ شویو صنایعو او محصولاتو ور پېژندل دي.

د کلیوالي صنایعو د پراختیا ملي پروګرام د کلیو او پراختیا وزارت په اډانه کې کار کوي.

د نندارتون د پرانیستنې پر مهال د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني وویل، چې د کلیوالي پراختیا پروګرام له لارې یې په ۵ ولایتونو کې له پنځو زرو زیات د سپما ګروپونه او ۵ سوه د پورونو د ورکړې ټولنې جوړې کړي دي.

دراني وویل، چې د دې پروګرام موخه د کلیوالو مېرمنو اقتصادي وده، د سیمه ییزو تشبثاتو پیاوړتیا، د عوایدو لوړول او کلیوالو خلکو ته د کاري فرصتونو را منځته کول دي.

هغه وايي، چې د هرات، بلخ، بامیانو، پروان او ننګرهار ولایتونو کې د دغه پروګرام له لارې ۶۸ زره کاري زمینې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پنځو ولایتونو په ۲۷ ولسوالیو کې برابر شوی دی، چې ۶۴سلنه یې په کې مېرمنې په کارونو بوختې دي.

د کلیو او پراختیا وزیر وویل، چې د کلیوالي صنایعو نندارتون د دغه وزارت او خپله د کلیوالو له لوري په مالي مرسته جوړ شوی دی، چې د مېرمنو له پاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.وزیر وویل، چې په دې نندارتون کې ۹۸۸ کوچیانو هم ګډون کړی دی، چې ۵۵سلنه یې مېرمنې دي.

د کلیو پراختیا ملي پروګرام په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې پیل شو، چې د ۶کلونو په موده کې یې ۳۵ میلیونه ډالره لګولي دي او هڅه کېږي، چې دغه پروګرام ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

د کلیوالي صنایعو نندارتون د کابل ښار په بابر بڼ  کې جوړ شوی، چې د درېیو ورځو له پاره به پرانستل شوی وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام