د دوبۍ کنفرانس؛ افغان چارواکیو ۴۳ استخراجي پروژې وړاندې کړي

د کانونواو پېټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي سلام‌وطندار ته وویل چې په دوبۍ کې درې ورځنی نړیوال کنفرانس په اقتصادي سکټور کې د پانګونې د جذب او په افغانستان کې له شته فرصتونو د ګټې اخېستنې لپاره جوړ شوی و.

د نوموړي په وینا، په دغه کنفرانس کې د سوداګرۍ او صنایعو او د کانونو او پېټرولیم وزارتونو چارواکیو او د ۱۵۰ نړیوالو شرکتونو استازیو ګډون کړی و چې د کانونو او پېټرولیم وزارت په‌کې ۴۳ پروژې چې د کرومایټو، مسو او نورو منرالونو په برخه کې دي، اعلان کړې.

مطفي زیاتوي، افغان چاراکیو د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د خپلو اصلاحاتي تګلارو په اړه هم معلومات ورکړل.

د کانونواو پېټرولیم وزارت د ویاند په وینا، د افغانستان استخراجي سکټور ته د نړیوالو سوداګرو لېوالتیا ډېره وه او یاده غونډه پرون پای ته ورسېد.

اړوند مطالب:

سرپل کې د ډبرو سکرو کانونه په غیرقانوني ایستل کېږي

د نورستان د قيمتي ډبرو کانونه چور کيږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام