
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا (USAID) له افغانستان سره د ۷۹۱ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته وکړه، چې دا مرسته د بروکسل په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ژمنو شویو پیسو یوه برخه ده.
دغه پسې به د یو کال په اوږدو کې د مالیې وزارت بودیجې ته وسپارل شي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن (دوشنبه) په کابل کې د افغانستان له پاره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له مشر هربيت اسمیت سره د هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل،د دغو پيسو ۳۳۷ میلیونه یې د استراتیژیکو اقتصادي موخو په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور، ۱۸۰ میلیونه یې د ښې حکومتولۍ، ۶۵ میلیونه د پوهنې او لوړو زده کړو سکتور او ۲۱۵ میلیونه یې د عامې روغتیا له پاره په پام کې نیول شوي دي.
اکلیل همدا ډول وویل، چې د دغو مرسته شویو پيسو ۵۰ سلنه د بودیجې له لارې په مصرف رسېږي.
په ورته وخت کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې رییس هربیټ اسمیت له افغانستان سره د دې ادارې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې امریکې د پروکسل په غونډه کې د ژمنې سر سم دغه پسې له افغانسان سره مرسته کوي.
د روان کال د اکټوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه د افغانستان له پاره په بلژیک کې د بروکسل غونډه جوړه شوه، چې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات له پاره ۱۵ میلیاردو ډالرو د مرستو ژمنه ورکړه.





