
د ښځو د انلاین بازارموندنې نندارتون د لومړي ځل لپاره د یوې سوداګرې مېرمنې له لوري د ښځو چارو وزارت په مرسته د هېواد د سوداګرو مېرمنو لپاره پرانېستل شو.
د نندارتون جوړونکي وايي چې د دغه نندارتون جوړولو موخه یې په فزیکي بازارونو کې د ښځو د محدودیتونو او محرومیتونو ته ځواب ویل دي.
د یاد نندارتون مشره راحله متین وايي، دوی د سوداګرو مېرمنو د بازارموندنې او د محصولاتو د لېږد اسانتیاوې برابروي.
د متین په وینا، دغه نندارتون د سوداګرو مېرمنو لپاره د بازارموندنې او د محصولاتو د وړیا خرڅلاو اسانتیاوې هم چمتو کوي چې ټاکل شوې ۱۰۰۰ مېرمنو ته به د خرڅلاو اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وايي، د انلاین بازارموندنې نندارتون د ښځو په ګټه دی او په مجازي فضا کې د ښځو د لا ډېرې ونډې سبب ګرځي.

د نظري په وینا، د بازارموندنې له اړخه په فزیکي نندارتون کې وخت، ليدونکي او اخیستونکي خپل محدودیتونه لري، د کمې مودې لپاره وي او لګښت یې هم ډېر دي، خو انلاین نندارتون ټولشموله، کم لګښته او نسبتاً دایمي دی.
د انلاین بازارموندنې نندارتون جوړوونکي وايي، مېرمنې کولای شي چې د دغه نندارتون له لارې خپل محصولات د کور دننه او بهر د نندارې او خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.





