د اپټا تړون د تعدیلولو په اړه به په کابل کې غونډه جوړه شي

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې، چې د مارچ میاشې په ورستۍ اونۍ کې به په کابل د دواړوهېوادونو د سوداګریزو ستونزو او د اپټا تړون د تعدیل په اړه کابل د غونډې کوربه وي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار سره په دې اړه په مرکه کې وویل، د افغان سوداګرو د سوداګریزو، ترانسپورټي او ترانزیټي ستونزو په اړه به افغان لوری د مارچ تر ۱۵ نېټې پورې په اپټا تړون کې د بدلون له پاره خپل وړاندیزونه پاکستان هېواد ته وسپاري.

قوقندي وویل، چې په کابل کې په جوړېدونکې غونډه کې به د پاکستان هېواد سره د ترانزیټ په برخه کې اوسنۍ ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې د راپونو په حواله تېره ورځ په اسلام اباد کې د ولسمشر ځانګړي استازي او هلته د افغانستان سفیر حضرت عمرزاخېلوال د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره د افغان ترانزیټ په ستونزو خبرې کړي دي.

پاکستان ژمنه کړې، چې د افغانستان د ترانزیټ په اړه شته ستونزې به حل کړي او په دې اړه به په نږدې وخت کې په کابل کې غونډه ولري.

خو د سودا ګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلی په دې اړه وايي؛ دوی ترډېره هیله مندي نه لري، چې پاکستان دې په خپلو ژمنو کې ریښتینی وي.

نوموړي وویل، چې دوی په اپټا تړون کې د قوي سمون غوښتونکي دي او په دې تړون کې باید پاکستان داسې وتړل شي، چې اسلام اباد ترې بیا ناسمه ګټه وانه خلي.

اپټا تړون د افغانستا او پاکستان هېوادونو تر منځ په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې لاسلیک شو، خو تر ډېره افغان سوداګرو د دغه تړون له لاسلیک وروسته هم په پاکستان کې د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې زیاتې ستونزې لرلې.

افغان سوداکر به د پاکستاني چارواکو له خوا ځورول کېدل او له سوداګریزو توکو بار موټر به یې په میاشتو میاشتو په پاکستان کې ولاړ وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام