
د ولسي جرګې ځينو غړي ماليې وزارت په کمکارۍ تورنوي او وايي، چې تر اوسه يې هم د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه نه ده جوړه کړه.
دوی وايي، چې د ماليې وزارت باید د دغې بودیجې مسوده جوړه او ژر تر ژره ولسي جرګې ته د تایید په موخه واستوي.
هغوی وايي، چې د ۱۳۹۶ لمریز کال د بودیجې له رد څخه شاوخوا ۱۳ ورځې تېريږي، خو تر اوسه پهدې اړه د ماليې وزارت لهخوا هیڅ اقدام نهدی شوی.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون رییس امیرخان یار له مالیې وزارت نه غوښتنه وکړه، چې د بودیجې په مسوده کې په ګوته شوي نیمګړتیاوې دې لرې او ژر تر ژره دې دتصویب په موخه ولسي جرګې ته واستوي.
دی ټينګار کوي، تر هغې چې د بودیجې په مسوده کې شته نیمګړتیاوې نه وي حل شوي د ولسي جرګې لهخوا به تصویب نهشي.

په همدې حال کې د ماليې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي سلام وطندارته وویل، چې د بودیجې مسوده به ډير ژر ولسي جرګې ته واستول شي.
عبدالرحیمزي ټینګار وکړ، چې د ولسي جرګې غړو ټول وړاندیزونه او نظرونه د قانون او امکاناتو پربنسټ د بودیجې په مسوده کې شاملیږي، او ډیر ژر به یې وروستۍ طرحه د تصویب په موخه ولسي جرګې ته واستوي.
د ولسي جرګې د غړو پر وینا، د ماليې وزارت لهخوا طرحه شوې بودیجه کې د کلنيو عوایدو نه درجول، د نویو پروژو پرځای د زیات شمیر انتقالي پروژو شتون، په احتیاطي او متفرقه کوډونو کې د تخصیصونو زیاتوالی، په ټولګټو، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارتونو کې د خیالي پروژو شتون او لږ پرمختللو ولایتونو ته د دولتي بنسټونو نهپاملرنه د سږني کال په بودیجې کې له مهمو نیمګړتیا وو، چې د ولسي جرګې له خوا رد شوه.





