
له هغه وروسته چې ولسي جرګې د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د رایو په ډېروالي رد کړ، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري غونډه کې د جرګې د پرېکړې په غبرګون کې وویل چې وکیلان دې د دغه پروګرام په پلي کېدو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
صدیقي په یاده خبري غونډه کې وویل چې د ملي دسترخوان پروګرام د بېوزلۍ پر وړاندې یو مهم او ستر ګام دی او دولت مکلف دی چې په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي.
نوموړي د دغه پروګرام موخه د ټولنې بېوزله پوړ ته د مرستو رسول یاد کړ چې په وینا یې، نړیواله ټولنه یې په پلي کېدو کې د افغانستان ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، حکومت تمه لري چې ولسي جرګه د دغه ملي پروګرام په اړه معلومات راټول کړي.
صدیقي وویل، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر تر اوسه دا فرصت نه دی موندلی چې د جرګې غړیو ته یې په اړه توضېحات ورکړي.
د ولسي جرګې غړیو د دې جرګې په پرونۍ غونډه کې د ملي دسترخوان په پروګرام کې د بودیجې د حیفومیل کېدو په اړه اندېښنه وښوده. صدیقي په دې اړه وویل چې وکیلان کولای شي په دغه پروګرام کې د څارنې رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه، حکومت د هغو کسانو پر وړاندې چې سرچینې بېځایه لګوي، ژمن دی او هغه تورونه چې د وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد په اړه شوي، څېړل شوي دي.
دد ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وویل، حکومت تیار دی چې د ملي دسترخوان پروګرام د ټولو بهیرونو په اړه روښانه ځواب وړاندې کړي.
د ملي دسترخوان پروګرام چې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام ځایناستی دی، دوه ورځې وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني له لوري په رسمي ډول پرانستل شو. د حکومت په وینا، پر دغه پروګرام له ۲۴۴ میلیونه ډالرو ډېر لګښت راځي او له څلور میلیونه کورنیو سره به مرسته کېږي، خو د مالیې وزارت مرستیال نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د یاد پروګرام لګښت ۲۸۰ میلیونه ډالره دی.
د مالیې وزارت د مرستیال په وینا، دغه پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ښاروالیو له لوري عملي کېږي.
ولسي جرګې نن په یوه ځانګړې غونډه کې د ملي دسترخوان پروګرام چې د ولسمشر له لوري پرانستل شوی و، د رایو په ډېروالي رد کړ.
په دې غونډه کې چې نن سهشنبه جوړه شوې وه، د جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي سیدعظیم کبرزاني وویل چې د ملي دسترخوان پروګرام د مالیې وزارت په ګډون له هېڅ بودیجوي واحد سره نه دی شریک شوی.





