ښارجوړونې وزارت له یو ترکي شرکت سره د ودانیو جوړونې د موادو تړون لاسلیک کړ

دا لومړی ځل دی چې د ودانۍ له جوړولو مخکې د هغې د موادو د چمتو کولو له پاره یوه فابریکه کار پيلوي

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال وویل، چې د دې فابریکې له جوړېدلو سره به په کورني صنعت کې پرمختګ او د کاري موکو د زیاتوالي ترڅنګ به په ودانیزو چارو په کیفیت کې مثبت بدلون راشي.

د ښار جوړونې وزیر زیاته کړه، دا لومړی ځل دی چې د ودانۍ له جوړولو مخکې د هغې د موادو د چمتو کولو له پاره یوه فابریکه کار پيلوي.

دا فابریکه به په ودانیو کې کارېدونکي ودانیز وسایل لکه دروازه، کړکۍ او نور اړوند توکي له مخکې جوړوي.

نادري همدارانګه وویل، چې د دې فابریکې د جوړولو چارې به د ۱۱،۴ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت تر راتلونکیو ۱۲ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نادري پر وینا، دغه فابریکه به د لومړي ځل له پاره په هېواد کې د ښونځيو، پوهنتونونو او روغتونونو له پاره د ۳۷ ماشینونو په واسطه ودانیز مواد جوړ کړي.

نادري: د دې فابریکې د جوړولو چارې به د ۱۱،۴ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت تر راتلونکیو ۱۲ میاشتو پورې بشپړې شي

د ښارجوړونې وزیر همداراز زیاته کړه، چې اوس مهال په هېواد کې د دغو ودانیزو توکیو د هر متر موادو بیه ۳۵۰ امریکايي ډالره ده، چې د دغې فابریکې په جوړولو سره به د هر متر بیه ۲۷۵ امریکايي ډالرو ته راټيټه شي.

د دې ترڅنګ چې دا فابریکه په کم وخت لوړ کیفیت لرونکي مواد جوړوي؛ د کورنیو صنایعو له هم مهاله زیاتوالي سره کاري موکې زیاتوي.

په همدې حال کې د ویفا په نوم د ترکي شرکت رییس ارهان ګونر د دغه تړون لاسلیک پر مهال په افغانستان کې له دې پانګونې خوښي وښوده او ژمنه يي وکړه، چې په دې برخه کې به ډېرې نورې مرستې هم وکړي.

د ښارجوړونې وزیر له ټولو پانګوالو وغوښتل، چې د هېواد په ودانیز سکتور پانګونه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام