
نن په کابل کې د خصوصي بنسټونو د ملاتړ په موخه د صنایع، کان او پانګوالۍ عالي شورا پرانېستل شوه.
د صنایع، کان او پانګوالۍ عالي شورا عمومي رییس عبدالجبار صافي د دې شورا د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې ۱۵ بنسټونو سره له خبرو اترو وروسته یې دا شورا جوړه کړېده.
د ښاغلي صافي په وینا، د صنایع، کان او پانګوالۍ عالي شورا هڅه کوي چې افغانستان له وارداتي هېواده په تولیدي هغه بدل کړي.

د صنایع او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي چې د دې شورا په پرانېستغونډه کې ګډون کړی و؛ وویل چې حکومت د خصوصي سکتور د لهمنځه وړلو هڅه کوي.
د ښاغلي الکوزي په خبره، دولت هڅه کوي چې د پانګوالو او سوداګرو ترمنځ بېاتفاقي رامنځته کړي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي په غونډه کې د ښاغلي الکوزي د خبرو په ځواب کې وویل چې حکومت د صنعتي پارکونو په نوې پالیسۍ کې له درېګونو پارکونو څخه یو هغه خصوصي سکټور ته ځانګړی کړیدی.





