
په هرات ولایت کې د صنایعو او کانونو خونه او یوشمېر فابریکهلرونکي وايي، د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونو د هغوی په کاروبار مخامخ اغېز کړ او په کمو ګمرکي محصولاتو د ایراني توکیو واردات لامل شوي ترڅو هغوی له بهرنیو تولیداتو سره د سیالۍ توان له لاسه ورکړي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم سلاموطندار ته وايي، پر ایران د امریکا بندیزونه، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان بیې ټېټېدل او په کم ګمرکي محصول سره کورنیو تولیداتو ته د ورته توکیو واردات لامل شوي د هرات فابریکهلرونکي د بهرنیو تولیداتو پر وړاندې د سیالۍ توان له لاسه ورکړي.
د ښاغلي خادم په وینا، د تومان بیې په ټيټېدو ایراني فابریکې مشابه تولیدات په ارزانه بیه هرات ته صادروي چې دغه کار د افغانستان د فابریکهلرونکیو کمزوري کېدو لامل شوی دی.
خادم وايي، د ایران عباس او چابهار بندر، سیمه کې له مهمو بندرونو شمېرل کېږي چې د افغانستان د سوداګرو ډېری توکي له دې لارې هېواد ته واردیږي، خو په ایران د لګول شویو بندیزونو له امله، هغوی نشي کولی خام مواد یا ماشین الات چې د نړۍ له سترو کمپنیو یې پېري په اسانۍ هېواد ته وارد کړي.

د هرات ولایت فابریکهلرونکي حاجي زلمی بهادري او د دې ولایت د خوراکي توکیو ټولنې مشر محمد کبیر اکبرزاده وايي، پر ایران د بندیزونو له منفي اغېزو د تومان بیې ټېټېدو او د حکومت نه پام اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه وضعیت لامل شوی چې خپل ځېنې تولیدات بند کړي.
دوی وايي، د بېلګې په توګه خام توکي له کوریا، جرمني او ترکیې نه ورادوي او نهشي کولی دغو هېوادونو ته پيسې ولېږدوي؛ که د بانکونو له لارې هڅه وکړي هېڅ بانک دې ته چمتو نه دی چې پيسې ولېږدوي؛ ځکه چې په انتقالاتو کې یې عباس بندر ذکر شوی دی.
دغه سوداګر خبرداری ورکوي که حکومت په مشابه بهرنیو تولیداتو زیاتې ګمرکي تعرفې ونهلګوي، د دغه بهیر دوام به هرات کې د ګڼ شمېر فابریکهلرونکیو د فعالیتونو مخه ونیسي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په بهرنیو مېوو او سبزیو تعرفې لګول شوي او د حکومت لارښوونې په اساس، له کورنیو تولیداتو ځېنې ملاتړیز پروګرامونه هم ترلاس لاندې دي.
هرات کې اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې په مصرفي او تړلي هېواد د افغانستان بدلېدو یوازېنی لامل، د کورنیو تولیداتو پرمختګ لهپاره د حکومت له لوري د اوږدمهاله پروګرامونو نشتوالی دی.





