په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو ښارګوټی جوړيږي

د اراضي خپلواکې ادارې، د ښار او کور جوړونې او سوداګرۍ وزارتونو او د قالینو د صادرولو د اتحادیې له خوا په ۹ زره جریبه ځمکه کې د غالۍ اوبدلو د صنعتي ښارګوټو د جوړولو تړون لاسلیک شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني په موجودیت کې د لاسلیک شوي دغه تړون له مخې د اراضي خپلواکه اداره یې د ځمکې ویش، د ښار او کور جوړونې وزارت یې د ښارګوتو د بنسټ جوړول او د سوداګرۍ وزارت د دغو ښارګوټو تخنیکي چارو پر مخ وړلو مسوولیت پر غاړه لري.

د اراضي ادارې رییس جواد پیکار په غونډه کې وویل، د قالینو د صنعتي ښارګوتو له پاره ځمکې په دوه مرحلو کې ویشل کيږي، چې په لومړۍ هغې کې  به په ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو کې۳۵۰۰ جریبه ځمکه ویشل کيږي، چې۱۵۰۰ جریبه یې په ننګرهار، زر جریبه یې په کندوز او  زر جریبه یې د بلخ په ولایتونو کې او دویمه برخه یې ۵۵۰۰ جریبه ځمکه ده، چې د ۱۰ کلونو په ترڅ کې به د قالینو د اتحادیې له غوښتنې سره سم وویشل شي.

پیکار په غونډه کې وویل، چې د دغه تړون په پلي کولو کې به په دغو ښارګوټو کې له۱۸۰ نېولې  تر ۲۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو پانګونه وشي.

هغه زیاته کړه، چې صنعتکاران نه شي کولی هغه ځمکې چې ورته ویشل کیږي وپلوري او یا یې هم په ګروۍ ورکړي.

په غونډه کې د افغانستان د غالیو د صادرولو د ټولنې رییس عصمت باتور وویل، د قالینو د صنعت ښه والی په دې کې دی چې په کمو پیسو ډیره ګټه ترلاسه کیږي.

باتور زیاته کړه، سره له دې چې په افغانستان کې د قالینو ۸۰ سلنه کار مېرمنې کوي، خو بیا هم هغوی د سمو امکاناتو نشتوالي سره مخ دي.

ددوی په وینا، چې د قالین اوبدلو صنعت ته د ځانګړو ښارګوټو جوړول به ددې صنعت سره مرسته وکړي او دا د مېرمنو د هڅو یوه لاسته راوړنه ده.

باتور زیاتوي  د خامو موادو د راوړلو او د نیمه جوړو شویو قالینو لېږدولو په لاره کې ستونزې د قالین اوبدنې صنعت په مخ کې ستر خنډونه دي.

باتور وویل، چی دولت باید د قالینو صنعت ته ډیره پاملرنه وکړي او په هېواد کې دننه د خامو موادو جوړښت او نړیوالو بازارونو ته د قالینو د لیږدولو لارو چارو اسانه کول د دوی له لومړنيو غوښتنو څخه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام