د هلمند هنډوانې د امنیتي ځواکونو په خوراکي نوملړ کې شاملېږي

هلمند کې یوشمېر باغ‌لرونکي او کرونګر هر کال د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نه موجودیت سر ټکوي او وايي، هغه مهال یې چې محصولات ورسېږي، بیې یې ټیټېږي او د ګټې پر ځای، زیان کوي.

خو د هلمند د کرنې ریاست مسوولان وايي، سږ کال یې د ملي اردو په خوراکي نوملړ کې د هلمند هنډوانو د شاملولو لپاره د حکومت له مرکزي ادارې سره خبرې کړي او د ملي تدارکاتو پروسې له بشپړېدو وروسته به د دغه ولایت له باغ‌لرونکو او کرونګرو هنډوانې وپېرل شي.

د دغه ولایت د کرنې  رییس زلمی الکو وايي، په دې سره به د هنډوانو بیې لوړې او باغ‌لرونکي به د خپلو محصولاتو له ګټې برخمن شي.

د هلمند د کرنې ریاست د پروګرامونو مسوول سید رفېع‌الله قلم وايي چې پر پوځ باندې د هنډوانو پلورلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د قلم په وینا، سږ کال په هلمند کې پر ۲۲۵۰ هېکټاره ځمکې هندوانې کرل شوي چې ۶۹ زره او ۷۵۰ ټنه حاصلات به ولري.

د یادونې ده چې دولت دوه کاله وړاندې د میدان‌ وردګ ولایت مڼو ته هم د امنیتي ځواکونو په خوراکي نوملړ کې ځای ورکړی دی.

اقتصادي کارپوهان بیا باور لري چې د حکومت له لوري د کروندګرو او باغ‌لرونکو د هنډوانو پېرل د هغوی پر اقتصاد مستقیم اغېز کوي او د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې لامل هم کېږي.

په هلمند کې یو اقتصادي کارپوه صفا وايي، دا ډول پروګرامونه باید دوام ومومي؛ ځکه له یوې خوا به د کورني بازار د جوړېدو لامل شي او بله‌خوا به کروندګر د هنډوانو کرلو ته وهڅول شي.

هلمند، د هېواد په سوېل کې پروت ولایت دی چې ډېری خلک یې پر کروندګرۍ، برګرۍ او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام