بغلان کې ښځو د لاسي صنایعو او خوراکيو توکیو فابریکه جوړه کړه

په بغلان ولایت کې د لومړي ځل له‌پاره د ښځینه لاسي صنایعو پلورنځی او د ښځینه‌وو له‌خوا د خوراکي توکیو د تولید یوه فابریکه جوړه‌شوې ده.

شاوخوا یوه میاشت کېږي، چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ښځینه‌وو جامو او لاسي صنایعو درې پلورنځي او د مېرمنو له‌پاره د خوراکي توکیو د تولید یوه ځانګړې فابریکه جوړه‌شوې ده.

د دغو پلورنځیو او خوراکي توکیو د تولید فابریکې جوړول چې خپله ښځینه يي مدیریت کوي؛ د بغلان د مېرمنو د پېر ډېرې ستونزې حل کړې دي.

پلخمري ښار کې د ښځینه‌وو د ځانګړي خوراکي توکيو د تولید فابریکې مشره وحیده وايي، چې په دغې فابریکې کې ۲۰ تنه بې‌وزلې او لوستې مېرمنې کار کوي.

د ښځینه لاسي صنایعو د یو پلورنځي مسووله وجیهه سمندري هم وايي، چې د دغو پلورنځیو له جوړېدو سره د بغلان ښځینه‌وو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

اغلې سمندري زیاته کړه، که د دوی مالي ملاټر وشي؛ د پلورنځيو شمېر به زیات کړي.

د دې پر وینا، که په بغلان کې مېرمنو ته پلورنځي او دوکانونو جوړ شي؛ هم به مېرمنې په سوداګرۍ کې ښکېلې شي او هم به د کورنو ښځو ته د سودا اخیستلو او بازار ته د تګ بشپړ ارامتیا او د اسانتیا زمینه برابره شي.

په همدې حال کې یو شمېر مېرمنو د لاسي صنایعو اخیستلو پرمهال په پلورنځيو کې سلام وطندار ته وویل، چې په اسانۍ سره له دغو پلورنځیو د خپل اړتیا وړ شیان لاسته راوړي.

دوی له سوداګرو او پانګه‌والو غواړي، چې په دې برخه کې پانګه‌ونه وکړي.

د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین هم په دې ولایت کې د ښځینه‌وو پلورنځیو او خوراکي توکیو د فابریکې جوړول د ښځو په  اقتصادي وده کې اغېزمن ګام بولي او د دغو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د حکومت او نادولتي بنسټونو د ملاټر غوښتونه کوي.

بغلان کې د ښځینه‌وو له‌پاره ځانګړي پلورنځي او د خوراکي توکیو د تولید فابریکه د سویډن، اغا خان بنسټ او د بغلان ښځو چارو ریاست په مالي او تخنیکي مرسته رغېدلي او د کسبګرو مېرمنو په واک کې ورکړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام