
د غزني د سوداګرۍ او صنایعو رییس حسین عارفي وايي، دې ولایت کې یې پر غزني د طالبانو تر برید وروسته هېڅ سوداګریز جواز وېشلی نهدی او سوداګر هم پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
د نوموړي په وینا، د یاد برید پرمهال ۲۸۴ دوکانونه او ۱۰ مارکېټونه سوځول شوي چې د دې ولایت سوداګرو ته یې ۴۹۹ میلیونه او ۸ سوه زره افغانۍ زیان رسولی او همدا لامل دی چې سوداګر ورځ تر بلې خپلې شتمنۍ وباسي.
عارفي زیاتوي، اوس دولت غواړي د سوداګرو هڅولو او ملاتړ لهپاره، هغوی ته پورونه ورکړي او ۷ کاله یې هم له مالیې ورکولو معاف کړي.
په همدې حال کې د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیر ګلابالدین امیري وايي، د دې ولایت سوداګر په هېواد او بهر کې پوروړي دي او د سوداګرۍ وسه او باور یې له لاسه ورکړي دي.
امیري غزني کې د هوايي ډګر نهموجودیت، د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ناامنیو ډېرېدل، غزني کې د ترهګریزو او مافیايي ډلو له لوري له سوداګرو د اخاذیو اخیستل او پهدې ښار کې د سوداګرو او پانګولو نهخوندیتوب د غزني سوداګرو پروړاندې سترې ستونزې دي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د امنیت ټینګښت ترڅنګ دې د غزني سوداګرو بیاځلي ودې په موخه لږترلږه ۲۰ کاله هغوی له مالیې ورکولو معاف کړي.
بلخوا د غزني سوداګر نیوکه کوي او وايي، که څه هم دې ولایت کې د دوکانونو او مارکېټونو له سوځول کېدو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي، خو دولت تراوسه د پانګوالو پیاوړتیا لهپاره هېڅ کار کړی نهدی.

د غزني سوداګر جانګل او رازمحمد وايي، د غزني په جګړې کې یې دوکانونه سوځېدلي او ډېر مالي زیان ورته اوښتی، خو دولت تراوسه ورسره په خپلو کړیو ژمنو عمل کړی نهدی.
د غزني سیمهييزې ادارې مسوولان دې ولایت کې د سوداګرو او پانګولو امنیت خوندي کولو په اړه ډاډ ورکوي او وايي، سوداګر کولی شي په په پوره ډاډ یاد ولایت کې پانګونه وکړي، خو سوداګر یې د پانګونې لهپاره مناسب نه بولي.





