سږکال له کندهاره ۱۲ زره ټنه انار هندوستان او نورو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول نصرالله زهیر نن پنجشنبه (اکټوبر۲۷مه) سلام وطندار ته وویل، که د کندهار انار په نورو هېوادونو کې بازار پېدا کړي، نو د دغې ميوې د صادارتو کچه به تردې هم لوړه شي.

زهیر وايي، کندهار د زیاتو انارو  صادرولو وړتیا لري، خو د منظم نړيوال بازار نشتوالي يې کارونه ټکني کړي دي.

دده پروینا سږ کال کندهار د ۴۰ زره ټنه انارو صادرولو ظرفیت لري، خو تراوسه څلورمه برخه یې بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له کندهارڅخه سږکال ۱۲ټنه انار یوازې پاکستان او هندوستان ته صادر شوي دي.

زهیر وايي، کندهارۍ میوه ښه کیفیت لري، خو که د وړ بازار ستونزه يې حل نه شي، ورځ تربلې به  بڼوال له خپل کاره زړه ماتي شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول پر خبره، اوس د انارو بڼوال له زیان سره مخ دي او د پاکستان بازار دومره ګټه نه لري، لکه سوداګر چې لګښت پرې کوي. 

دی وایي، پروسږکال يې جاپان، دوبۍ او روسیې ته هم انار صادر کړي، چې د کروندګرو پر اقتصاد يې ښه اغیز کړی و، خو سږکال لا یادو هیوادونو ته صادر شوي نه دي.

په کندهار کې د  انارو باغ لرونکي هم وايي سږکال د خپلو انارو له حاصلاتو خوښ دي، خو له بده مرغه یوازې د پاکستان او هندوستان بازارونه يې درد نه شي دواکولای.

په دې اړه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ دوه تنه بڼوال سیداحمد او جمعه ګل وايي، هغه مصرفونه، چې دوی په باغ، مزدورانو او په وړولو راوړلو کړي دي، هغه مصارف نه شي بېرته تر لاسه کولی.

خو وايې، چې د نورو کلونو په پرتله يې د انارو کېفیت ښه دی، خو د بازار نشتون له وجې ستونزو سره مخ دي.

دوی له دولته د بازار موندنې د زمينې برابرولو غوښتنه کوي.

د کندهار ولایت  ارغنداب، پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو انار نړیوال شهرت لري او زرګونه کسان له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام