پنځو ولایتونو کې د پور ورکولو ټولنو سره د ۱۰۲ میلیونو افغانیو مرسته

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د پنځو ولایتونو د پور ورکولو ټولنو سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.

مرسته شوې پیسې ۱۰۲ میلیونه افغانۍ دي چې د ننګرهار، هرات، بامیان، بلخ او پروان ولایتونو د پور ورکولو ۳۳۷ ټولنو ته ورکړل شوې دي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د دغې مرستې موخه د خلکو له‌پاره کاري فرصتونو برابرول، کلیو کې د کاري ظرفیتونو لوړول، د کلیوالي تولیداتو پرمختګ او له ښاري بازارونو سره د کلیوالي سوداګریو نښول بولي.

ښاغلی کریمي وايي، دغه مرستې به شاوخوا ۴ زرو کسانو ته په مستقیم او څه باندې ۱۲ زرو تنو ته په دایمي توګه کاري فرصتونه برابر کړي چې لاسي صنایع، د موادو پروسس، دوکانداري، غالۍ اوبدل او کرنیزې چارې په کې شاملې دي.

کریمي وايي، په دغه پروګرام کې د ښځو ونډه ۶۵ سلنه ده او ټاکل شوې دغه پروګرام راتلونکیو میاشتو کې په مرحله‌يي ډول ټولو ولایتونو کې پیل شي.

بامیانو ولایت کې د تمدن ټولنې مشره نظیفه فدايي، چې د دغو مرستو له جملې یې ۲۳۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې وايي، کلی یې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې اوس د دغې ټولنې ښځې به په مرسته شویو پیسو سره وکولی شي خپل کاروبار وغوړوي.

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د کلیوالي صنایع پراختیا پروګرام له لارې تراوسه د پور ورکولو او سپما ۴۶۹ ټولنې رامنځ ته کړي او ورسره یې څه باندې ۲۴۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د دې وزارت مسوولان وايي، هغوی له دغه پروګرامه په ګټې اخیستو توانېدلي د کلیو ۷۳۹۰ ښځو او نارینه‌وو ته په مستقیم او شاوخوا ۲۲ زرو نورو ته په غیرمستقیم ډول دایمي کاري زمینې برابرې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام