
د هرات په کرنې ریاست کې د دغه ولایت د انګورو، شهاتو او انځرو پنځمه جشنواره جوړه شوه.
د هرات د کرنې رییس عبدالصبور رحماني وايي چې په یاده جشنواره کې یې ۳۵ ډوله انګور نندارې ته ايښي دي.
د نوموړي په وینا، د تېر کال په پرتله سږ کال د هرات د انګورو حاصلات ۲۰ ټنه زیات شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت باغلرونکي هر کال ۱۴۰ ټنه انګور ټولوي.
رحماني دغه راز په هرات کې د ۵۰ ټنه شهاتو د ډېروالي خبر ورکوي او وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د شهاتو تولید له ۱۵۰ ټنه ۲۰۰ ټنه ته زیات شوي دي.
هغه وايي، سږ کال په هرات کې د انځرو حاصلات هم ۸ زره ټنه ته رسېدلي دي. د نوموړي په وینا، هر کال په هرات کې د انځرو د نویو جوړېدونکو باغونو شمېر ډېرېږي او ښايي تر راتلونکو دوو یا درېوو کلونو پورې هر کال ۳۰ زره ټنه انځر په دغه ولایت کې تولید شي.
د هرات د کرنې رییس وايي، سږ کال په هرات کې ۲۷ ممیزخونې او ۴۲۰ د پیازو خونې جوړې شوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
د هرات والي سید وحید قتالي وايي، خلیجي هېوادونه د هرات له انګورو سره علاقه لري، خو سږ کال د مواصلاتي لارو د تړل کېدو له کبله بهر ته دغه مېوه و نه لېږل شوه.
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزايي بیا بهر ته د انګورو د نه لېږد له کبله پر حکومت نیوکه کوي او وايي، په تېرو کلونو کې چې کورونا نه وه، حکومت بهر ته د انګورو لېږدولو په برخه کې هېڅ کار نه دی کړی.
د هرات د انګورو باغلرونکي او د شهاتو او انځرو تولیدوونکي هم د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نه موجودیت په اړه شکایت کوي.





