
د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزیر نصیراحمد دراني نن په کابل کې په لویدیځ زون کې د ځنځیري ارزښت پیاوړتیا پروګرام پیل په مناسبت جوړې شوې غونډی ته وویل چې دا پروګرام په هرات، نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو کې پلیکېږي.
ښاغلي دراني زیاته کړه، دا پروژه به د امریکا د متحدهایالتونو په ۱۹ میلیونو ډالرو مرستې د ۳ کلونو په موده کې د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزارت او د ملګرو ملتونو د خوراک سازمان له لوري بشپړه شي.
د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزیر همداراز وویل، د کرنې د ودې په برخه کې د دې پروګرام پليکولو موخه د کرنیزو محصولاتو سم منظمول، کارتنولو او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته په لاسرسي کې له کروندګرو ملاتړ دی.

په افغانستان کې د امریکا متحدهایالتونو نړیوالې پراختیایي دارې مشر هیربي سمیت وویل، د دې پروګرام پليکېدل به په افغانستان کې د کرنې د ودې او د کروندګرو ملاتړ په برخه کې ډېر مهم وي. ده زیاته کړه، چې دوی پهدې برخه کې د هر ډول همکاریو دوام ته ژمن دي.
دی ډاډ ورکوي چې لهدې پروګرام سره به د کرنې په برخه کې د کیفیت د ښه کېدو شاهدان وي.
د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزارت چارواکیو په وینا، د زنځیري ارزښت پیاوړتیا پروګرام په پليکېدو سره به کروندګرو او پلورونکیو ته په سیمهییزه او نړیواله کچه ښه بازارونه پیدا شي.





