د نورستان د قيمتي ډبرو کانونه چور کيږي

د سلام وطندار څېړنې ښيي، چې د افغانستان په نورستان ولایت کې معدنونه په غېر قانوني ډول د زورواکو له لوري کيندل کيږي او بهرنيو هېوادونو ته قاچاق او په خورا ارزانه بیه پلورل کيږي.

د نورستان ولایت اوسېدونکي وايي، چې په ياد ولایت کې د زرګونو ميليونو ډالرو په ارزښت د قيمتي کاڼو معدنونه شته، خو د دولتي مسوولينو د ناغېړۍ له وجې په رڼا ورځ د کورنيو او بهرنيو قاچاق وړونکو له لوري لوټل کيږي.

۶۴ کلن فدا محمد د نورستان ولایت اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، چې دی د یاد ولایت د معدنونو په ویستو کې ۲۵ کلنه تجربه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په نورستان کې اوسمهال خلک، د بيروچو، زمردو، مرجان، مارګينيټ، کرنیټ، ګلی ميدک او نورو قیمتي کاڼو کانونو کې هڅې کوي.

فدا محمد وویل، چې د بیروچو يو کيلو ګرام دلته دوی د ۸۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو پورې پلوري.

په داسې حال کې، چې د څو ګرامو بيروچو بیه يواځې له ۹۰ زرو افغانيو زیاته ده.

د افغانستان په نورو ولایتونو لکه بدخشان او پنجشیر کې د هر کيلو ګرامو خالصو بیروچو بیه ۱۵ څخه ۳۰ زرو ډالرو ته رسیږي.

د فدا محمد په وينا، دی د (دماوي) په کانونو کې کار کوي او هلته يواځې ۸۱ کانه شته.

په معدنونو کې د ۲۰ کلونو تجربه لرونکی نورستانی وايي، چې دوی د هر کان څخه د میاشتې له ۴ نه تر ۶ کيلو پورې بيروچ اوباسي.

جيولوجي پوهان وايي، بيروچ یو ډول منرال دی، چې اصلي  کيمياوي نوم يې په کتابونو کې ( تورمالین) راغلی او په طبیعت کې په سپينو، شنو، زيړو، ګلابي، ابي او نورو رنګو پېدا کيږي.

د بیروچو د اندازه ګېرۍ واحد قیراط (کريت) دی.

دا منرال په خالص ډول پېدا کيږي او قاچاق وړونکي او غېر قانوني اشخاص په کانونو کې له چاودنو او نورو تخنيکي وسایلو په واسطه په خالص ډول د بيروچو قيمتي کاڼې استخراج کوي.

سلام وطندار ته لاس ته راغلي معلومات ښيي، چې د نورستان هر معادن په اوسط ډول له ۳۰۰ زرو نه تر لسو لکو عوايد لري.

جالبه دا چې اوسېدونکي وايي، داسې داسې اشخاص يې هم ليدلي، چې د کانونو يو عادي کار کوونکی په یوه میاشت کې ميليونر شوی او له هېواده بهر يې پانګونه کړې.

د نورستان د مسلکي لېسې د فزیک مضمون ښوونکی فضل احمد وايي، چې د نورستان ټول غرونه د قيمتي کاڼو له کانونو ډک دي او دولت باید په دغه برخه کې جدي توجه وکړي.

خو یو شمېر نور بیا وايي، چې د نورستان قيمتي کاڼو او کانونو د استخراج په برخه د دولتي مسوولینو چوپتيا سوال زيږونکی دی.

دوی هلته پر میشت دولتي چارواکو تور پورې کوي، چې د دولت ناغېړي د دې ښکارندويي کوي، چې ګواکی دوی هم د غېر قانوني استخراج په لړۍ کې شريک دي.

د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت الله عطايي سلام وطندا ته وویل، چې " دلته د دولتي پوستو په ۵ کیلو مترۍ کې د کانونو استخراج روان دی" خو په وينا يې، تر اوسه دوی د دغو غير قانوني کړنو پر وړاندې کوم عکس العمل نه دی لیدلی.

هغه وايي، چې اوسمهال د نورستان ټول معدنونه ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کيږي.

خو د ياد ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالجبار بیا د غير قانوني کانونو نژدېوالی ردوي او وايي، چې د کانونو غېر قانوني استخراج په هغو سیمو کې شته، چې دوی د امنیت د ټينګښت له پاره په کې لاس رسی نه لري.

د نورستان ځينې نور اوسېدونکي وايي، په ټول نورستان کې شاوخوا ۸۰۰ کانونه شته، چې د وسله والو مخالفينو د تمويل يوه مهمه سرچينه هم جوړوي.

اخوا د نورستان ولایت د کانونو چارو مسوولین هم دا مني، چې دلته د اوس له پاره د کانونو غېر قانوني کيندنې روانې دي.

هغه وايي، دا نه شي ردولی، چې ګوندې دغه کانونه د وسله وال مخالفینو د تمویل سرچينه نه ده.

د ياد ولایت د کانونو امر عاشق الله همکار سلام وطندار ته وویل، چې د نورستان د کانونو ویستو د قانوني کولو له پاره هڅې روانې دي، خو په وينا يې تر اوسه بريالي شوي نه دي.

عاشق الله وايي، دوی تر اوسه ۳۲۵ بېلابېل کانونه ثبت کړي، خو " په یو کې يې هم د دولت کارګر نه شته" او ټول يې په غېر قانوني ډول کيندل کيږي.

همکار زياته کړه، چې د کانونو د غېر قانوني کېندلو د مخنيوي توان نه لري.

د نورستان د کانونو امر په وينا، که همدا ثبت شوي کانونه د دولت له لوري کنټرول شي، نو په میاشت کې به شاوخوا پنځه ميليونه عاید د افغانستان ملي خزانې ته ټولې کړي.

له بل لوري په ولسي جرګه کې د نورستان پخوانی استازی او قومي مشر حاجي داد محمد وايي، چې اوسمهال دولت د نورستان عمومي لارو د امنيت خونديتوب ظرفیت نه لري.

د نوموړي په وينا، همدا اوس نورګرام ولسوالۍ ته په پنځه کیلو مترۍ کې د تتین د بیروچو په ۱۷ معدنونو باندې غېر قانوني کار روان دی، چې یواځې په تېرو دوو میاشتو کې په سيمه ییزه بیه ۱۲،۸میلیونه افغانیو قیمتي کاڼې ووتلې.

د هغه د معلوماتو له مخې د میاشتې په اوسط ډول د تتین دزمردو د معدنونو نه ۱۵ لکه افغانۍ غېر قانوني عواید لاس ته راځي.

که څه هم دولتي چارواکي د غېر قانوني کان کیندونکو نومونه نه اخلي، خو د سیمې یو شمېر اوسیدونکي بیا پخوانی جهادي قومندان عبدالرحیم، معلم محمد نبي، قومندان منور خان، حاجي محمد الله، قومندان صالح محمد او یوشمیر نور، چې پخواني جهادي قومندانانو له ډلې دي او د جمعیت اسلامي او د حزب اسلامی د ګوندونو  د وخت قومندانان دي.

دوی وايي، یاد قومندانان په دولت کې د خپل نفوذ نه ناوړه ګټه اخلي.

له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د نورستان استازې ډاکټر پروين نورستانۍ په دغه جرګه د بیروچو او نورو قيمتي کاڼو د غېر قانوني ویستلو او قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

هغې ويلي وو، چې له کلونو راهیسې د نورستان کانونه په غېر قانوني ډول استخراج او قیمتي ډبرې ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته قاچاق کيږي.

د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو پر بنسټ بیروچ د دغه ولایت په مومدیش، کوتیا، تیتن، شام، ودهو، کامدیش، پیروک، اژمون، شپي، نچینکل، چکران کلی، پشهگر، کلتن، پشه نر، که نلو، موسه، منجه گل، کوردر، کوشت، اسلام اباد نیکموک، بدین شاه، اتتی، پچیگرام، پپرا، اپسی، ناآباد، فقیراباد، دیوانه بابا، کانتیوا مرکز، موکلی، اسلام پیت، کانتوا علیا، کشت کانتیوا، چمن کلی، کشت اشتاپ، چتراس، دیوه، پرونس، اشتوی، کشتکی، وتوز، کشتون، کترای کل، ذی تو، کورکل، ماوی، پجیکل  نیلاب او نورو سيمو کې پيدا کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام