د ۶ وزارتونو او خپلواکو ادارو پراختیايي بودیجې لګښت صفر دی

د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون نن د جرګې عمومي غونډه کې د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د پراختیايي بودیجې مصرف څېړلو راپور وړاندې کړ.

د دغو راپورونو پر بنسټ د شپږو وزارتونو او خپلواکو ادارو پراختیايي بودیجې لګښت په نشت دی.

په راپور کې راغلي چې د ملي دفاع او ښځو چارو وزارت، ملي شورا، د کوچنیو تمویلي سرچینو ملاتړ له‌پاره د سهولت رامنځته کولو او ملي ستندرد ادارو پراختیايي بودیجې لګښت صفر دی.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس عظیم محسني چې د کمېسیون راپور اورولو پرمهال وویل چې ټولو حکومتي سکتورونو د روان لمریز کال د جوزا تر ۵ نېټې پورې ۱۸ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې ده.

د ښاغلي محسني په وینا، د دوی څېړنې ښيي چې د پراختیايي بودیجې په لګولو کې د حکومتي ادارو کارونه د قناعت وړ نه‌دي.

د ولسي جرګې دویم نایب امیرخان یار چې د جرګې مشري یې کوله؛ وویل، هغو ادارو چې د پراختیايي بودیجې په لګولو کې ناغیړي کړې؛ باید کمېسیون ته ور وبلل شي.

د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون د راپور پر بنسټ، زیاتره دولتي ادارو د پراختیايي بودیجې لګولو په برخه بېخي کمزوری عمل کړی او د بودیجې مصرف يې له ۵ تر ۱۰ سلنه دی.

د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون څه موده مخکې هم د دولتي ادارو پراختیايي بودیجې مصرف په اړه راپور وړاندې کړی و چې په هغه کې هم د بودیجې نه لګولو په اړه اندېښنه ښودل شوې‌وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام