
ولسمشر محمداشرف غني نن د صنعت اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې په کابل کې وویل چې خصوصي سکتور د چا د شودو غوا نهده چې هرڅوک پهکې د لاسوهنې حق ولري.
د ده په خبره، د دولت او پانګوالو ترمنځ متقابل احترام شته او رښتینې خبره دا ده چې د دولت یو اندازه زیاته برخه د خصوصي سکتور په لوري د شودو د غوا په څېر ور ګوري.
د ښاغلي ولسمشر په وینا، د صنعت مدیریت او داخلي تولیدات د افغانانو له لوري کېږي چې باسوادو وګړیو ته د کاري زمینې د برابرولو ښکارندويي کوي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت مسوولان پهدې مراسمو کې وايي، د سوداګرۍ د پرمختګ لهپاره د جواز قیمت له ۳۰ زرو افغانیو نه ۱۰۰ افغانیو ته راټیټ شویدی.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د شمېرو لهمخې، اوسمهال د افغانستان د وارداتو کلنی ارزښت له ۷ میلیاردو ډالرو نه زیات او د صادراتو هغه بیا له ۱ میلیاردو ډالرو نه کم دی.





