
په تیر یوه کال کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې څلورو څیړنو پایلې (د کارو بار وضعیت دویمه غونډه) د سې شنبې په ورځ کابل کې خپرې شوې.
ددې څیړنې پایلې ښيي، چې په تیر یوه کال کې د کارو بار وضعیت په هیواد کې مخ پر ښه کیدو دی او له منفي ۲۳ نه د منفي ۶ پر لور روان دی او دغه حالت په راتلونکې کې د کاروبار له پاره پانګوال هیله من کړي.
دا څیړنه چې په هیواد کې ۶۰۰ پانګوالو سره د اړیکو نیولو له لارې په پنځو حوزو کې ترسره شوې ښيې، چې په کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د کارو بار وضعیت ښه شوی، خو دغه وضعیت د تیرې څیړنې په پرتله په کابل او بلخ کې قانع کوونکی نه دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وايي، چې د یاد بنسټ نوې څیړنې پر بنسټ پانګوال په هیواد کې د کاروبار راتلونکي ته هیله مند دي.
د نصرت پروینا، په وروستۍ څیړنه کې په سوداګړیزو او ودانیزو برخو کې د کارو بار وضعیت مخ پر ښه کیدو دی خو د خدمتونو برخې حالت خراب ښودل شوی.
نصرت زیاته کړه، چې د تولیدي فابریکو ټولو برخو کې د ګومارنې کچه د تیرې څیړنې په پرتله کمه شوې خو پانګوال هیله من دي چې تر شپږو میاشتو پورې زیات شمیر کسان وګماري.
نصرت په هیواد کې د ناسم اداري نظام د کار پرمختګ پر لور ستر خنډ بولي.
دغه راز، په افغانستان کې د پانګونې ملاټر ادارې یا ایسا رییس محمد قربان حقجو، حکومت په اقتصادي برخه په ځانګړې توکه خصوصي سکتور کې د خپلو ژمنو په عملي کیدو کې ناکام بولي او وايي، چې په دې برخه کې شوي کارونه د قانع کونکي نه دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو پروینا، اوس هم ناامني، کورنیو پیداوارو ته د بازار نشوالی، د زیربناوو نشوالی او په هیواد کې مالي سرچینو ته د دوی نه لاسرسی له سترو ستونزو دي چې پانګوال ورسره مخامخ دي.





