هلمند کې لا هم راکړه ـ ورکړه په پاکستانیو کلدارو کېږي

دوې اوونۍ کېږي چې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د پاکستانيو کلدارو په راکړه ـ ورکړه باندې بندیز لګېدلی؛ خو بیا هم خلک خپلې سوداګریزې معاملې په بهرنیو اسعارو تر سره کوي.

د لښکرګاه ښار هټیوال د کلدارو له بندښته خوشاله دي؛ خو وايي، دوی خپله عمده سودا په کلدارو اخلي؛ نو د پېر پرمهال اړ دي چې په کلدارو یې وپلوري. دوی په ټینګار سره وايي، که په افغانیو سودا وپلوري؛ د ګټې پرځای تاوان کوي.

د لښکرګاه اوسېدونکي حاجي مسجدخان هم له دولته د کلدارو پر بندیز خوشاله دي او هیله لري چې دا ستونزه د تل له‌پاره حل کړي. دی په‌دې برخه کې د ديني، عالمانو او عامو وګړیو مسوولیت هم بې‌ څه نه‌ ګڼي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک د هلمند د څانګې رییس عصمت‌الله فضلي وایي، د ولایت له‌خوا کمېسیون ټاکل شوی او د دوی ماموران له یاد کمېسیون سره یوځاي د کلدارو پر بندیز کار کوي. د ښاغلي فضلي په خبره، دوی د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو له‌پاره ۲۲۳ میلیارده افغانۍ چاپ کړي او د بهرنیو پیسو په وجه د دوی د خزانې افغانۍ په‌خپل ځای پاتې دي.

ده دا هم وویل چې د افغانستان بانک دومره افغانۍ لري چې د پاکستانیو کلدارو بدیل شي.

د هلمند ولایتي اداره داځل د کلدارو په راکړې ـ ورکړې د بندیز په برخه کې جدي ښکاري. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل چې د څار له‌پاره یې ځانګړی کمېسیون ټاکلی دی. ښاغلي ځواک زیاته کړه، که‌چېرې څوک د کلدارو په راکړې ـ ورکړې ونیول شي؛ بانکي حسابونه به یی ضبط شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان د لویو ښارونو په مرکزونو کې پر پاکستانیو کلدارو بندیز لګیدلی دی؛ خو په لېرې پرتو سیمو کې بیا د افغانیو راکړه ـ ورکړه کمه ده او ټولې سوداګريزې چارې په کلدارو او ایراني تومان کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام