د نفتي توکو تصدۍ کار کوونکو اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځېدلو

د ګازو او نفتي توکو تصدۍ یو شمېر کار کوونکي د دغې تصدۍ رییس په بې‌غورۍ تورنوي، د کارکوونکو او مېرمنو پر وړاندې تبعیضي چلند د خپل کاري اعتصاب لامل بولي.

دغو کار کوونکو له څلورو ورځو راهیسې کاري اعتصاب کړی دی.

اعتصاب کوونکي چې شمېر یې ۴۰۰ تنو ته رسیږي وايي، دوه ګونی چلند، توهین، په لوړو امتیازونو د سلاکارانو ګومارنه له تصدۍ څخه د یو شمېر کار کوونکو ګوښه کول د دغو کار کوونکو د اعتصاب اصلي لامل ګڼل کېږي.
دوه اعتراض کوونکي مایله طلوع او نثار محمدي سلام وطندار ته وویل، په دې ادارې کې فساد لوړې کچې ته رسېدلی او حکومتي مشران باید جدي اقدام وکړي.

وايي، تر هغې چې غوښتنې یې ونه منل شي؛ اعتصاب ته به دوام ورکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د نفتي موادو د تصدۍ کار کوونکو اعتصاب په اړه وايي، د هغو ادارو رییسان او وزیران چې د خپلو کار کوونکو وضعیت ته پام نه کوي باید له دندو ګوښه شي.

د ولسي جرګې غړی ظهیر سادات وايي، ولسمشر باید بې‌غوره مسوولین له دندو ګوښه کړي.

خو د نفتي موادو د تصدۍ رییس ولید تمیم د اعتراض کوونکو څرګندونې ردوې او وايي، چې دوی په اداره کې وړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، که حکومت یې ستونزې حل نه کړي لارینونه به وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام