د محصولاتو غیرمعیاري بسته‌بندي په نورو هېوادونو کې بازار خرابوي

که څه هم د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان د هوايي دهلیزونو له لارې هند، ترکیې او قزاقستان ته د د افغانستان صادرات مثبت بولي؛ خو بهرنیو هېوادونو کې د دغو محصولاتو له‌پاره د مناسب بازار له نه‌شتوالي اندېښنه څرګندوي.

هغوی غیرمعیاري بسته‌بندي او پروسېس، د هېواد محصولاتو له‌پاره د مناسب بازار د نه‌شتوالي اصلي لاملونو څخه بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د بسته‌بندۍ کوم معیارونه چې پاکستان ته د افغانستان د محصولاتو صادرولو له‌پاره په پام کې نیول شوي، هند، ترکیې او قزاقستان هېوادونو کې د منلو وړ نه دي.

ښاغلی الکوزی هېواد کې د محصولاتو معیاري بسته‌بندۍ او پروسېس له‌پاره د مرکزونو په جوړولو ټینګار کوي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي سره له دې چې د صادراتي محصولاتو بسته‌بندۍ او پروسېس برخه کې ستونزې مني؛ خو وايي، یو شمېر ولایتونو کې د پروسېس او بسته‌بندۍ ستر مرکزونه جوړ شوي‌دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنې وزارت شته امکاناتو ته په پام، د هغو مېوو په برخې کې چې ستراتيژيکې دي او د ملي اقتصاد پیاوړي کولو، د عوایدو او صادراتو زیاتوالي کې اساسي رول لري.

ښاغلی رستمي وايي، تراوسه پورې کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د میوو پروسېس او بسته‌بندۍ برخه کې یو څه کار شوی چې پروان ولایت کې هم د پروسېس د یوه مرکز جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان له دولت په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې وزارت او ستندرد ادارې څخه غواړي چې نړۍوالو بازارونو کې د هېواد د محصولاتو له‌پاره د بازار موندنې په موخه، د طی مراحلو او معیاري پروسېس شعبې او د کیفیت ازمایښت خونې رامنځ ته کړي او د سوداګرو هم د معیاري بسته‌بندۍ لارې چارې معرفي کړي چې د خپلو محصولاتو بسته‌بندۍ او پروسېس له‌پاره له دغه معیار څخه کار واخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام