د لوګر د کرومیټو قاچاق د مخنيوي له پاره نوې طرحه جوړيږي

د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وايي، چې په لوګر ولایت کې د کرومیټو او نورو قیمتي ډبرو قاچاق روان دی.

د یاد وزارت وزیر ډاکټر داود شاه سبا سلام وطندار ته وویل، چې په لوګر ولایت کې  کرومیټ په پراخه کچه قاچاقيږي او د کانونو په برخه کې ناقانونه کېندنې هم روانې دي.

د کانونو او پطرولیم وزیر دغه څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د لوګر ولایت د مرکز په ګډون ډېرې ولسوالۍ یې د کرومیټو بډایه کانونه لري او زیات شمېر یې د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې موجود دي.

ډاکټر داود سبا وايي، چې د کرومیټو د قاچاق د مخنیوي له پاره یې د لوګر ولایت مقام او امنیتي مسولینو ته مکتوبونه لیږلي دي، خو دغه کېندنې لا هم روانې دي.

نوموړي په خبرو کې وویل، داسې طرحه یې جوړه کړې، چې دغه کرومیټ په نږدي راتلونکي کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرار داد ورکړي او له دغې کړنې سره به زرګونه بې کاره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

لوګر که څه هم د کرومیټو او نورو قیمتي ډبرو زیات کانونه لري، خو له دغه ولایت څخه د قیمتي ډبرو قاچاق د دې کانونو د امنیت په اړه پراخې اندیښنې زېږولي دي.

په ورته وخت کې د لوګر ځایي اوسېدونکو له سلام وطندار سره په مرکو کې وویل، اوس هم د دغه ولایت له محمداغې ولسوالۍ څخه په پراخه کچه کرومیټ او نورې قمیتي ډبرې قاچاقيږي. 

د محمداغې ولسوالۍ یوه او سېدونکي حاجي اخترمحمد وویل، د لوګر ولایت امنیتي مسولین او یو شمېر د ولسي جرګې غړي له قاچاقبرانو سره لاس لري او د کمیشن اخیستلو په شرط قاچاقبرانو ته په غیری قانونه بڼه د قميتي ډبرو د کېندلو او قاچاق اجازه ورکړې ده.

 ده له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د قیمتي ډبرو قاچاق او راسپړنه بنده کړي.

له بل لوري د والي ویاند محمد سلیم " صالح " په لوګر کې د کرومیټو او قیمتي ډبرو قاچاق مني، خو وايي چې د دولت ترواک لاندې سیمو کې له دوو کلونو راهیسې د قاچاق مخه نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د کرومیټو ډبرو قاچاق د لوګر په هغو لارو کې کیږي، چې تر ډېره د دولت له کنټروله وتلې دي.

د لوګر ولایت سربېره دافغانستان په زیاتو سیمو لکه پکتیا، پکتیکا، نورستان، خوست ولایتونواو همدارنګه په هغو سیمو اوځایونو کې، چې د اوسپنې کانونه پیدا کیږي په زیاته کچه د کرومیټو ډبرو کانونه هم موندل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام