حقجو: ډيرو وارداتو د افغاني بوټانو د پلور بازار پیکه کړی

د افغانستان د پانګونې ملاتړ ادارې مسولین وايي، د هېواد کارګرانو ته که اسانتیاوې برابرې شي؛ د هېواد  ۵۰ سلنه مصرفي بوټ تولید کوی شي.

د ایسا ادارې رییس محمد قربان حقجو د اګسټ په ۲۲مه د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د بوټ جوړولو کلنی ظرفیت ۳ نیم ملیونه جوړې دی، که چېرې له سل سلنه ظرفیتونو کار واخیستل شي دغه کچه به ۷ میلیونه جوړې بوټونو ته لوړه شي، چې له ۴۰ تر ۵۰ سلنو پورې کورنۍ اړتیاوې پوره کولای شي.

حقجو وايي، د افغانستان په بازارونو باندې ګاونډي هېوادونه ولکه لري، د سوداګریزو کالیو پلورل د دمپنګ تر سرلیک لاندې، د تولید لپاره د اړین ځای نه لرل افغان صنعت کاران یې د بهرنیو تولیداتو د سیالۍ په ډګر کې پاتې راوستي دي.

نوموړی وايي، چې له کورنیو تولیداتو نه د خلکو ګټنه نه اخیستل د دې لامل شوې ده، چې د پلور په بازارونو کې کورني تولیدات خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

قربان د کورنیو تولیداتو د پرمختګ یواځینۍ لاره د ګاونډویو هېوادونو پر بې کیفیته تولیداتو د ګمرکي تعرفو لوړول بولي.

په ورته وخت کې د هېواد بوټونو صنعت کارانو د اتحاديې رییس محمد اصف جامي وايي، چې که د دوی ستونزو ته پام ونه شي د بوټونو صنعت به له منځه لاړ شي.

د جامي پر وینا، د صنعت کارانو په مخکې اساسي ننګونه له ګاونډیو هېوادونو د ورته سوداګریزو کالیو واردول دي.

دی وايي، چې د پاکستان، ایران او چین هېوادونو نه د زیاتو بوټونو واردول د کورني تولیداتو د پلور بازار کم رنګه کړی دی.

د دغې اتحادیې د رییس پر وینا، له دې چارې سره د سیالۍ له پاره حکومت ته په کار ده، چې له صنعت کارانو نه ملاتړ وکړي.

په بهرنیو وارداتو د ګمرکي تعرفو کموالی، د سوداګریزو کالیو قاچاق، په ګمرکونو کې بې غوري د دې لامل شوې، چې کورني شرکتونه له هېواده خپل پانګه وباسي.

اوسمهال په هېواد کې له ۴۵۰ زیاتې کارخونې موجودې دي او له بهره د بې کیفیته سوداګریزو کالیو را وارېدول زموږ د کارخونو د رکود لامل شوي دي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام