
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت نن سهشنبې د (می پر ۳مه) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۹۸،۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د کلیو له یو شمېر شوراګانو سره د ۵۲ پراختیایي پروژو تړون لاسلیک کړ.
غونډې ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر نصیر احمد دراني وویل، چې د دغه وزارت پروژې په ټول هېواد کې په متوازنه پراختیا او ټولنیز عدالت ته په پام پلي کېږي.
دراني وویل، دغه ۵۲ پروژې چې د اوبو د سربندونو، استنادي دېوالونو، پُلچکونو او سړکونو جوړول پهکې شامل دي؛ په لغمان، لوګر، کونړ، سمنګان، سرپل، بدخشان، فاریاب، کاپیسا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې پلي کېږي.
درانی زیاتوي، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به کلیوالو ته ۱۳۹ زره کاري ورځې برابرې شي او له ۳۵۵ زرو ډېر ځایي اوسیدونکي به ترې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه واخلي.

په غونډه کې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د پراختیایي شورا په استازولۍ مومن دلاور وویل، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې حل او خلکو سره به موخې ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.
د ده پر وینا، له دې پروژو سره به د دوی په ورځنیو چارو کې ډېرې اسانتیاوې راشي.
د کلیو بیارغونې او پراخیتا وزارت چارواکیو د کلیو د پراختیایي شوراګانو له مسوولانو وغوښتل، چې د تړونونو شرایطو او روڼتیا ته په کتو سره دغه پروژې پلي کړي.
دوی زیاته کړه، تر اوسه یې د سیمهيیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر تر څار لاندې ۷۶۴ پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک کړيدي.





