خوست کې کارخانې له سترو ستونزو سره مخ دي

له کله راهیسې چې افغان حکومت له پاکستان سره د اقتصادي راکړه ـ ورکړه کمه کړې؛ په خوست کې د بېلابېلو خوراکي توکیو او ځېنو لوښو جوړولو کارخانې جوړې شوي او اوس ډېر څه په‌خپله تولیدوي.

دا مهال په خوست کې شاوخوا ۲۵۰ لویې، منځنۍ او وړې صنعتي فابریکې فعالیت کوي او زیات سهولتونه یې رامنځته کړي.

په دغو فابریکو کې بوټونه، ټوکر، د څښاک او خوراک لوښي، د کرکټ بیټونه، مشروبات، بېسکټ، ژاولې، پاپړ او د ورځني ژوند نور اړین توکي جوړېږي او زرګونه هېوادوال په‌کې په کار بوخت دي.

د صنعت‌کارانو له جملې د دوو کارخانو څښتنانو ګل‌ولي او رحمن‌الله سلام وطندار ته وویل چې دوی د دولت او خلکو په د ملاتړ له‌پاره پانګونه کړې چې هېوادوال د نورو هېوادونو د تولیدتي توکیو له پېرلو خلاص شي؛ خو له دولته ګیله‌من دي.

د دوی په وینا، دولت پرته له کاري جوازه نور هېڅ مرسته نه‌ده کړې او په خبره، یې د ځای د کموالي او برېښنا د نه‌شتوالي له ستونزو سره مخ دي.

خوست کې د صنعت‌کارانو د اتحادیې مشر حاجي اصیل‌محمد د زیات شمېر کارخانو په فعالیت د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وايي، د برېښنا، مسلکي کارکوونکیو، اومه‌توکیو او د ځای نه‌شتوالی هغه ستونزې دي چې صنعت‌کاران ورسره لاس او ګرېوان دي. نوموړی له حکومته غواړي چې بهرنیو وارداتو دې ګمرکونه لوړ کړي چې د خوست تولید لا ښه بازار پیدا کړي.

په کابل کې د صنعت‌کارانو د ټولنې مشر رحیم سمندر وايي چې څه موده مخکې خوست ته یو پلاوی تللی و او د صنعت‌کارانو ټول راپور یې ولسمشر ته لېږلی. دی دا هم وايي چې د یاد راپور د وړاندیزونو له منځه به په صعنعتي پارک کې د ځمکو وېش او په راتلونکیو شپږو میاشتو کې به د برېښنا ستونزه حل شي.

د خوست والي ویاند طالب منګل هم د یادو صنعت‌کارانو ستونزې مني او وايي چې په‌دې ولایت کې یوازې د صنعت‌کارانو له‌پاره ۴۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې په لنډ وخت به ووېشل شي.

دا مهال په خوست کې ۴۰ سلنه د څښاک او خوراک لوښي او خوراکي توکي جوړېږي او د بیو ټیټوالي له امله ښه بازار لري او بهر ته هم صادرېږي.

له یادو فابریکو ورهاوخوا په خوست کې شنې خونې هم جوړې شوي چې په جوړېدلو سره یې خوستوال د پاکستانیو سبزیو له پېرلو خلاص شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام