
د هرات سوداګرو نن (شنبه) دې ولایت کې له بانکونو د پیسو اېستلو برخه کې پر بانکونو د لګېدلیو محدودیتونو پروړاندې اعتراض وکړ.
دوی چې د هرات سوداګرۍ او صنایعو خونې کې راټول شوي وو وویل، یادو محدودیتونو یې سوداګري له ستونزو سره مخ کړې او باید لرې شي.
د سوداګرو په وینا، په بهر او داخل کې د جامو پېر او پلور د بانکونو له لارې کېږي، خو له څو میاشتو راهیسې په اسانۍ خپلې ډالري پیسې د دې ولایت له بانکونو را اېستلی نهشي.
دوی زیاتوي، سره له دې چې میلیونونه ډالر په بانکي حسابونو کې لري، خو پر بانکونو د لګېدلي محدودیت له کبله میاشت کې یوازې ۱۰ زره ډالر رااېستلی شي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سعدخطیبي هم پر یاد محدودیت نیوکه کوي او وايي، که د سوداګرو ستونزې حل نهشي، اړ دي چې له هېواده خپلې پانګې وباسي.
د سوداګرو په وینا، د هرات بانکونه کله کله ۵ زره ډالر هم پېردونکیو ته ورکولی نهشي. دوی زیاتوي، بانکداران سوداګرو ته د ډالرو نه ورکولو لامل، بهر ته د پیسو اېستلو مخنیوی بولي.
بلخوا هرات کې د غضنفر او افغان یونایټېډ بانکونو مسوولان هم د سوداګرو یادې ستونزې مني، خو وايي چې دوی د مرکزي بانک د لارښوونې له مخې، خپلو پېرودونکیو ته ډېر ډالر ورکولی نهشي، خو د افغانیو په ورکول کې هېڅ ستونزه نهلري.

دغه مسوولان اېران ته د ډالرو قاچاق هم له بانکونو د ډېرو ډالرو پر را اېستلو د لګول شوي محدودیت یو لامل بولي.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د مرکزي بانک نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونهتوانېدو.





