د کابل په مارکېټونو کې ۵۰ سلنه تازه میوه خوسا شوې ده

د کابل په مارکېټونو کې د میوو بیو ټیټ والي له امله ۵۰سلنه تازه میوه خوسا شوې، چې بزګرانو او سوداګرو ته د سخت زیان لامل شوی دی.

یو شمېر کاروباریان وايي،څرنګه چې سږکال پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته هندوانې او خټکي نه صادریږي او دولت هم تراوسه پر دې نه دی بریالی شوی، چې د تازه میوې له پاره سړې خونې جوړي کړي نوځکه خو کرونګرو ته ډیر مالي زیانونه اووښتې دي.

د میوې د ارزانه بیې له امله کروندګر د موټر کرایه نه‌شي پوره کولی او له ولایتونو یې راوړې تازه میوه په موټرونو کې ورستیږي.

کابل کې د میوې مارکیت رییس نجابت حیدري سلام وطندار ته وویل، څرنګه چې د تازه میوو بیه ټیټه او هم یې پیداوار ډیر او خلکوته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د کابل د تازه میوې مارکیټ مسولین وایي، چې پخوا به پاکستان ته هره شپه ۱۰۰ټیلره باریدل خو اوس یوازې ۵ ټیلره باریږي.

له شمالي ولایتونو راغلو دوه کروندګر خیرالله او عبدالحمید چې د کابل د تازه میوې مارکیټ ته یې خټکي او هندوانې راوړي سلام وطندار ته وویل، یوه اونۍ کېږي چې دغه مارکیټ ته راغلي خو میوه یې نه پلورل کیږي.

دوی وایي، میوه یې خوسا شوې او زرګونه افغانۍ زیان وراووښتی دی.

خیرالله وايي:" له اقچې راغلی یم یوه اونۍ وشوه خټکي مې راوړي نیم یې خراب شول څوک یې نه اخلي من یې ۲۰،۳۰،۴۰ او ۵۰ افغانۍ دي خو د موټر کرایه ۶۵زره افغانۍ ده نو موږ دا له کمه پوره کړو؟!"

همدارنگه عبدالحمید زیاتوي:" له کندزه مې هندوانې رواړې دي راضي نه یم د موټر په کرایه کې مې ۱۰زره تاوان کړی،۲۰ جریبه ځمکه کې مې هندوانې کرلې وې ۶ لکه مې تاوان کړې ۶لکه پوروړی شوم".

پر لارو د ناقانونه پیسو اخیستل د سوداګرو او کروندګرو بله ستونزه ده.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی هم وایي چې ناامني د سړو خونو نشتوالي او ځینو نورو ستونزو د تازه میوو پر بیو ناوړه اغیز کړی دی.

"د سړو خونو نه شتون د دې لامل شوی چې موږ نه شو کولې خپل توکي وساتو په لروپرتو سیمو کې ناامني جدي ستونزې دي او په بازار کې کمه تقاضا او ډیره عرضه هم د دې لامل شوې چې بیې راټیټې شوي دي."

له پاکستان سره د اړیکو خړپړتیا له امله د نورو برخو ترڅنګ د دواړو هیوادو ترمنځ سوداګرۍ ته هم سخت زیان رسولی دی.

سره له دې، چې د افغان چارواکو په هڅه یوه اندازه میوې د هوا له لارې بهر ته صادر شوي، خو د میوې پیدارو کچې ته په کتو دا اندازه په نشت حساب ده. 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام