
په کندهار ولایت کې د سوداګرۍ مسوولین وايي، چې د سپین بولدک دروازې تړلو له امله افغانستان او پاکستان هېوادونو ته په میلیونونه ډالر زیان رسولی دی.
دوی دغه زیان څه باندې ۲۲ میلیونه ډالر یادوي او زیاتوي، چې تل له دغې لارې سوداګریزه نه، بلکې سیاسي ګټه اخیستل شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا د یکشنبې پر ورځ (می ۲۸ مه) سلاموطندار ته وویل، د دواړو لورو سوداګرو ته په اووښتي زیان کې ۸۰ سلنه د پاکستاني او ۲۰ سلنه د افغان سوداګرو دی.
د بینا پروینا، اوس د افغانستان صادرات کم خو د پاکستان صادارت نه یوازې افغانستان، بلکې منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم دي، نو ځکه خو د یادې لارې بندښت تر افغانستان، پاکستان ته ډېر زیان اړولی دی.

د نوموړي پر خبره، ددغې لارې د بندیدو له امله په تخمیني ډول هره ورځ دواړو خواوو ته یو میلیون امریکایي ډالر تاوان رسیدلی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین غواړي، چې دواړه دولتونه دا لار د خپلو سیاسي موخو پرځای د سوداګرو او عامو خلکو د خدمت له پاره پرانستې وساتي.
په کندهار کې د تازه میوې سوداګرو استازی حاجي نانی سلاموطندار ته وویل، چې سوداګریز مالونه يې ۲۲ ورځې څه چې د ساعت ځنډ توان لا نه لري.
یاده دې وي، چې د سپین بولدک دروازه د روان کال د غوایي میاشتې پر۱۵ له هغه وروسته بنده شوه، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسلهواله نښته وشوه.
په یاده نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اووشتې وه.





