د بدخشان مستوفیت عواید څه باندې ۱۶٪ ډېر شوي‌

د بدخشان مستوفي محمداسلم ګداز وایي چې د مالیې د ورکولو کمپاین او د مستوفیت کارکوونکیو هڅو له امله د دې ادارې عواید د تېرکال په پرتله ۱۶،۴ سلنه ډېر شوي‌دي.

ښاغلی ګداز زیاتوي، مستوفیت د بدخشان له کانونو هېڅ عواید نه‌لري.

د ده په خبره، په بدخشان کې د عاید د راټولولو ټاکلی پلان، نږدې ۳۴۰ میلیونه افغانۍ و چې دوی له‌ ټاکلي هدفه ۱۰،۴ سلنه زیات عواید راټول کړي.

دی د عوایدو د ضایعاتو په تړاو د نیوکې په ډول وايي چې د بدخشان ولایت کانونه نه ایستل کېږي او که ایستل کېږي هم په غیرتخنیکي بڼه د ځايي اوسېدونکیو او وسله‌والو مخالفانو له لوري اخراجېږي.

د بدخشان کې د ملي اردو دویمې لوا قوماندان محمدنعیم مجیدي وایي، د دې ولایت کانونه د لاجوردو کانونه په کران او منجان غوندې او د سرو زرو کانونه په راغستان او کوهستان په شان ناامنو ولسوالیو کې دي چې امنیتي بنسټونه پرې کنټرول نه‌لري.

د بدخشان مستوفیت وایي چې د ځايي ادارې کلنی لګښت څه باندې ۳ میلیارده، ۸۱۰ میلیونه افغانۍ دی چې د بدخشان د مستوفیت عواید د ځایي ادارې تر ۱۰٪ لږ لګښت پوره کوي.

د بدخشان مستوفیت چارواکیو په وینا، که د دې ولایت کانونه وایستل شي؛ ځايي اداره د ځان‌بساینې پر لور ګامونه اخیستلی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام