
د اوسپنې اوبه کولو فابریکو سراسري اتحادیې مشر پرویز خواجهزاده نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د دغو فابریکو ماتې سره د مخېدو له وضعیته د اندېښنې په ښودلو سره وویل، د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي اوسپنو د ټکټانې کموالی، د ډمپینګ سیسیتم او د زړو اووسپنو قاچاق د دوی مهمې اندېښنې دي.
د ښاغلي خواجهزاده په وینا، دا مهال د اوسپنې اوبه کولو فابریکې ۱۴ ولایتونو ته لاسرسی لري؛ خو د شلو نورو ولایتونو اوسپنې په قاچاقي ډول له هېواده بهر لېږدول کېږي.
هغه خبرداری ورکوي، کهچېرې حکومت د دغو فابریکو حالت ته پام ونهکړي؛ ۳۸ فابریکې ـ چې ۴۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوي ـ له فعالیته ولویږي او هغه ۱۲ زره کسان به ـ چې په مستقیم ډول دغو فابریکو کې په کار بوخت دي ـ بېکاره شي.
د ده په خبره، د سیمې او ګاونډي هېوادونه غواړي چې د افغانستان د اوسپنې اوبه کولو صنعت له منځه لاړ شي او په هېواد کې دننه له خپلو لابیګیرو لاس نه اخلي.

هاخوا د دې ټولنې مرستیال عصمتالله وردک وايي، ورځ کې یوازې د زړو اوسپنو سلګونه موټر د سپینبولدک له سرحده پاکستان ته قاچاقېږي.
د ښاغلي وردک په وینا، له اړتیا سره سم په ګمرکونو کې هم نظارت نه کېږي.
د ده په وینا، که په افغانستان کې د اوسپنې اوبه کولو فابریکې له ماتې سره مخ او وتړل شي؛ په راتلونکیو ۵۰ کلونو کې به څوک په دې برخه کې پانګونه ونهکړای شي.
د اوسپنې اوبه کولو سراسري ټولنې مسوولان وايي، کهچېرې د اوسپنې سکتور ستونزې حل شي، په هېواد کې به د اوسپنې ۷۰ سلنه اړتیاووې پوره کړي؛ پهداسې حال کې چې اوس یوازې ۴۰ سلنه اړتیاووې پوره کولی شي.
ورته مطالب:
د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۰۵ فابریکې تړل شوي دي





