د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۹ پروژو تړونونه

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د ولایتونو پراختیايي شوراګانو او یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د څه باندې ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۹ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه پروژې به کونړ، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پنجشېر، لغمان، سرپل، پروان، کندوز او غور ولایتونو کې پلې شي.

د ښاغلي کریمي په وینا، ټاکل شوې دغه پروژې له ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې موده کې ګټې اخېستلو ته وسپارل شي او ترڅنګ به یې ۸۶ زرې کاري ورځې رامنځته شي.

دغو پروژو کې د کانالونه، د اوبو رسولو سربندونه، سړکونه، استنادي او محافظتي دېوالونو او ننګرهار کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ودانۍ بیارغول شاملېږي.

د دغو پروژو د بودیجې لویه برخه د ماليې وزارت او ۶.۲ میلیونه افغانۍ یې د هندوستان له لوري ورکول کېږي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي وايي، د ۲۹ پروژو له ډلې ۲۵ یې داسې طرحه شوې‌دي چې ۱۰۰ سلنه بودیجه یې د سیمې خلکو له لوري ورکول کېږي.

د ښاغلي کریمي په وینا، د دې وزارت د ساحوي انسجام پروګرامونو دفتر، تېرو دوو کلونو کې د ۵ میلیاردو او ۷۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۰۹۶ پروژو قراردادونه لاسلیک کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام