«عزیزي بانک دې د تخار ولایتي روغتون پیسې بیرته ورکړي»

د تخار د عامې روغتیا ریاست مشر حفیظ‌الله ساپی وايي، د تخار د ولایتي روغتون د تجهیز ۱.۶ میلیونه ډالره چې له عزیزي بانک سره په ضمانت ایښي وو؛ کابل کې د یوې لومړنۍ محکمې د حکم پر بنسټ، بېرته ولایتي روغتون ته ورګرځول کېږي.

ښاغلی ساپی وايي، دې محکمې د دغومره پیسو پر ورګرځولو سربېره، عزیزي بانک ته ویلي چې د تخار ولایتي روغتون ته شپاړس میلیونه نورې افغانۍ هم ورکړي.

د تخار ولایتي روغتون امر ډاکتر کریم‌الله رحیم‌بخش وايي چې په‌دې روغتون کې د تجهیزاتو کمښت یوه له مهمو ستونزو شمېرل کېږي؛ خو د دغو پیسو په بېرته ورګرځولو سره به روغتون په پرمختللو وسایلو سمبال شي.

د سلام‌وطندار راډیو د یو څېړنیز راپور موندنې ښيي چې عامې روغتیا وزارت او عزیزي بانک د پیسو تضمین کوونکیو په توګه د تخار د ولایتي روغتون د طبي تجهیزاتو څه باندې یو نیم میلیون ډالر غلا کړي.

د تخار د ولایتي روغتون ډاکترانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یو نیم میلیون ډالرو دغه اختلاس د دولتي چارواکیو په مرستې شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام