
خلکو ته د وچې ډوډوۍ وېشلو پروګرام د ځای ناستي په توګه د ملي دسترخوان پروګرام دوې ورځې وړاندې په ارګ کې د ولسمشر غني لهخوا په رسمي ډول پرانستل شو.
ملي دسترخوان پروګرام له څلور میلیون کورنیو سره د خوراکي مرستو په موخه د ۲۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوی، خو د ولسي جرګې د غړیو له نیوکو سره مخ شو.
د ولسي جرګې غړیو د نن ورځې په عمومي ناسته کې وویل، د دغه پروګرام پلي کول د فساد لامل کېږي او د بودیجې د اجرايي اصولو له قانون سره په ټکر کې دی.
د دوی په وینا، د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي استازو له مشورې او تصویب پرته پیل شوی او ښيي چې پراخ فساد پهکې دی.
د ولسي جرګې غړي وايي، مالومه نه ده چې د ملي دسترخوان د طرحې لګښت له کوم ځایه ورکول شوی او څرنګه به مصرفېږي.
د ولسي جرګې غړي میرافغان ساپی او سیدعظیم کبرزاني وايي، نه پوهېږي چې د یاد پروګرام پیسې له کومې بودیجې ورکول کېږي او ولې یې په خپل سر پلی کوي.
وکیلان وايي، حکومت باید د دغه ستر پروګرام بودیجه مشخصه او بیا یې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته لېږلې وای؛ ځکه په وینا یې، ولسي جرګه باید د دا ډول سترو پروژو پر څرنګوالي پوه شي.
د ملي دسترخوان طرحې پیلېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او ټاکل شوې د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال د دغه پروګرام په اړه د وضاحت په اړه سبا ولسي جرګې ته ور وغوښتل شي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د مالي او بودیجې کمېسیون په وړاندیز او د رایو په ډېروالي یې پرېکړه کړې چې د مالیې وزارت سرپرست او اړوند ریاستونه سبا د یاد پروګرام په اړه وکیلانو ته مالومات ورکړي.
د ولسي جرګې غړي د اندېښنې په ښودو وايي، دغه پروګرام هم د وچې ډوډۍ د وېشلو پروګرام په څېر ناکام دی او ښايي ډېر فساد پهکې وشي.





