بدخشان کې په ناانډوله توګه د پراختیايي پروژو له پلي‌کېدا شکایت

د بدخشان د ولایتي شورا غړی محبوب‌الرحمن طلعت وايي، په ناانډوله توګه د پراخیتايي پروژو تطبیق د دې سبب شوی چې د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي له حکومتي خدمتونو بې‌برخې شي.

د ښاغلي طلعت په وینا، زیاتره پراختیايي پروژې مرکز ته نږدې ولسوالیو کې پلي شوې‌دي او په تېرو ۷ کلونو کې د بدخشان لېریو پرتو ولسوالیو کې یوه پراختیايي پروژه هم نه‌ده پلې شوې.

بدخشان کې مدني فعال سیدعمر باهر هم په ناانډوله توګه د پراختیايي پروژو په تطبیق له نیوکې سره وايي چې د زورواکیو نفوذ د پراختیايي پروژو تطبیق عادلانه بهیر له ستونزو سره مخ کړی‌دی.

د ښاغلي باهر په وینا، په هغو ولسوالیو کې زیاتره پراختیايي پروژې پلي کېږي چې په حکومت کې وزیر او یا ملي شورا کې استازی ولري.

د ده په خبره، هغه ولسوالۍ چې وکیل یا وزیر لري او یا هم زورواکی په‌کې وي؛ هغو کې د نورو ولسوالیو پر ځای ډېرې پروژې پلي کېږي.

د بدخشان د اقتصاد رییس حسیب دقیق سلام وطندار ته وویل چې اقتصاد وزارت، د ماليې وزارت او تدارکاتو کمېسیون په مرسته د پراختیايي پلان کړن‌لاره جوړه کړې چې پر بنسټ به يې په پراخیتايي پروژو کې انډول په پام کې ونیول شي.

د بدخشان د اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې د یادې کړن‌لاړې پر بنسټ د ولسوالیو او سیمې اړتیاوې تشخیص او د خلکو ستونزو ته لومړیتوبونه ورکول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام