
د اسیا پراختیایي بانک په خپل کلني اقتصادي راپور کې چې نن خپور شو، وړاندوینه کړې چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۱۹ کال کې ۲،۵ سلنه وده وکړي.
د اسیا پراختیایي بانک شمېرې ښيي چې د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۸ کال کې ۲،۲ سلنه وه.
په دغه راپور کې راغلي چې سږکال د اوبو او هوا وضعیت ښهوالي او د کرنې پراختیا له کبله تمه کېږي چې د خوراکي توکیو بیې به په روان کال کې ټیټې وي.
خو د اقتصاد وزارت په ۲۰۱۹ کال کې د ۳ سلنې اقتصادي ودې وړاندوینه کړې ده.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، د افغانستان اقتصادي وده د هېواد د وضعیت ښهوالي انعکاس دی او د دوی وړاندوینې ښیی چې سږ کال به اقتصادي وده ۳ سلنه وي.
اړوند مطالب:
د جنیوا غونډه؛ د افغانستان ښوونیز نظام اقتصادي ګټې نهلري
د نړۍوال بانک خبرداری: د افغانستان اقتصادي لاستهراوړنې له ګواښ سره مخ دي
د متشبثو ښځو دویمه اقتصادي غونډه جوړه شوه

بهمن زیاتوي، د اسیا پراختیايي بانک په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲،۲ سلنه ښودلې وه؛ په داسې حال کې چې د احصایي او معالوماتو ادارې په تېر میلادي کال کې د هېواد اقتصادي وده ۲،۷ سلنه ښودلې وه.
د نوموړي په وینا، د اقتصادي ودې اصلي لامل د کورنیو صنایعو ودې ته د دولت ځانګړی پام، سږني موسمي اورښتونه او د حکومت له لوري د شاوخوا ۹۳ سلنه بودیجې لګول دي.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، د افغان حکومت او د هغو بنسټونو څېړنې چې د افغانستان اقتصادي ودې په برخه کې کار کوي، ښيي چې د هېواد اقتصادي وضعیت د ښهوالي لور ته روان دی.
د اسیا پراختیايي بانک څېړنې همداراز ښيي چې د زېربناوو ملي پلان له مخې، افغانستان د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د زېربناوو جوړولو لپاره شاوخوا یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.





