.jpg)
دغه مرکز په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي مرسته جوړ شوی دی. د ګمرکي پړاوونو بشپړولو واحد مرکز د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د حکومت اجرایوي رییس او په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بېس لهخوا پرانستل شو.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په غونډه کې وویل، چې د دغه مرکز جوړېدل د افغانستان صادراتو پياوړتیا او د کورنیو تولیدوونکیو په هڅونه کې ستر ګام دی.
ډاکتر عبدالله وایي، چې د ګمرکي پړاوونو بشپړولو واحد مرکز به پر بڼوالۍ او کورنیو تولیدوونکیو مخامخ مثبت اغېز پرې باسي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بېس وویل، چې د ګمرکي پړاوونو بشپړولو واحد مرکز نه یوازې د صادراتو زیاتوالي لامل، بلکې نړیوالو ته د افغانستان مثبت انځور هم وړاندې کوي.
.jpg)
جان بېس وايي:« له ډېرې مودې راهیسې د نړۍ په سترګو کې د افغانستان په اړه یوازې د جنګ او ناامنۍ انځور دی د هغو ټولو مثبتو شيانو پرځای لکه د قيمتي ډبرو، خونده ورو مېوو او ښایسته غاليو ځکه چې دغه شيان له افغانستانه په نورو نومونو قاچاقېدل؛ اوس به دا پروژه نه يوازې د افغانستان صادرات زيات کړي؛ بلکې نړیوالو ته به د افغانستان مثبت انځور هم وړاندې کړي.»
د ګمرکي پړاوونو بشپړولو واحد مرکز جوړول د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب لهپاره له کلیدي او ستراتېژیکو عناصرو دی چې د ګمرکي او صادراتو بهیر په ګړندي کولو سره، د صاروونکیو ستونزې کمې او په صادراتو کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي.





