
اجرایوي ریاست یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د منځنيختیځ او د شمالي افریقا په اړه نړۍوالې اقتصادي غونډې د پرانېستې او د ګډون ترڅنګ، د افغانستان، افراطپالنې، او سولې او پخلاینې ته د رسېدو په اړه څو نورو غونډو کې هم وینا وکړي.
خبرپاڼې کې ویل شوي چې اجرایوي رییس د نړۍوالې اقتصادي غونډې په ترڅ کې د اردُن پادشاه عبدالله دوم، د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش، د اردُن لومړي وزیر، د نړۍوالو سازمانونو رییسانو او د یو شمېر هېوادونو لوړ رتبه چارواکیو سره هم لیده ـ کاته کوي.
د منځنيختیځ او د شمالي افریقا په اړه نړۍواله اقتصادي غونډه نن او سبا د اردُن «بحرالموت» کې د شاوخوا ۱۰۰۰ سیاستوالو، سوداګرو او د حکومتونو، نړۍوالو بنسټونو او نړۍوالې ټولنې استازیو په ګډون سره ترسره کېږي.
ټاکل شوې، د غونډې ګډونوال د سیمې سیاسي او اقتصادي مسایلو، د سیمې او نړۍ په کچه د اقلیم بدلونونو، سیمهییزو همکاریو، سولې ته د رسېدو او له افراطپالنې سره د مبارزې او ځېنو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي.





