بلخ کې د کبانو روزنې ۱۰ فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په شمال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ  ملي پروژې یا NHLP مسوول فهیم جباري په بلخ ولایت کې د کبانو روزنې د ۱۰ فارمونو جوړولو خبر ورکوي.

د جباري په وینا، یاد فارمونه د ګرمو اوبو او کارب کبانو دي چې هر یو یې په میاشت کې له ۷ تر ۸ ټنو کبانو روزنې وړتیا لري.

په همدې حال کې د کبانو فارم لرونکي ګلاب‌الدین او لعل‌محمد په بلخ کې د یادې پروژې د ستاینې ترڅنګ وايي، مخکې یې نوره ترکاري کرله چې لازمه ګټه یې نه ورته کوله، خو اوس یې په یو جریب ځمکه کې د کبانو روزلو فارم جوړ کړی چې ۶ زره کبان لري او په کال کې ۵ ټنه کبان تولیدوي چې په‌دې سره یې کلنی عاید هم له ۷ تر ۸ لکو افغانیو کېږي.

بله‌خوا د بلخ د کرنې ریاست مسوولان وايي، په یاد ولایت کې اوس د کبانو روزلو ۱۸ فارمونه فعال دي او تر راتلونکیو پنځو کلونو پورې به په دې برخه کې د بلخ ولایت اړتیاوې پوره کړي.

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ذبېح‌الله زوبین وايي، که څه هم اوس په ۱۸ حوضونو کې ۶۰ زره کبان لري چې خرڅلاو ته چمتو دي، خو د بازار اړتیا ډېره ده او په راتلونکې کې به د چرګانو ترڅنګ، د کبانو په برخه کې هم پر ځان بسیا شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان په کال کې د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د کبانو واردات لري.

افغانستان هر کال د کبانو له ۷ زرو ټنو ډېره غوښه تولیدوي

د کندهار فارمي کبان هر کال ۱۰ میليونه امریکايي ډالر عواید لري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام