حکومت له خصوصي شرکتونو سره د ۴۵ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد دوراني نن د (جولای، ۸مه) کابل کې له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د ۳۷۹ میلیونو اشاریه ۹ افغانیو په ارزښت د ۴۵ پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

دوراني وویل، دغه پروژې د هېواد په ۱۸ولایتونو بدخشان،بادغیس، بغلان، بلخ، غور، هرات، کندهار، کونړ، خوست، کندوز، ننګرهار، پکتیا، سمنګان، سرپل، زابل، کاپیسا، وردګ او دایکندي کې عملي کېږي.

د ښاغلي دوراني په وینا، د دغو پروژو د کار په پیل سره ۱۹ زره  ۳۳۰ کاري ورځې جوړیږي او د سیمې ۱۳۲ زره او ۴۴۸ کورنۍ په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کوي.

د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزیر زیاته کړه، د اوبو مدیریت، د کرنې وده او مرکز ته د کروندګرو د کرنیزو حاصلاتو  لېږد کې اسانتیاوي د دغو پروژو اساسي موخې دي.

د دې وزارت د مسوولینو په خبره، د ۴۱ پروژو بودیجه د وزارت او د دوو پروژو بودیجه د هند له مرستو او نورې يې د قزاقستان له مرستو څخه تمویلیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام