
د فراه ګڼ شمېر سوداګرو او اوسېدونکیو نن دې ولایت کې «شییخابونصر فراهي» بندر ته له اېرانه د نفتي توکو، تورو سیمنټو، اوسپنې، کاشیو او جامو پر واردېدو د بندیز پروړاندې لاریون وکړ.
لاریونوالو د ولایت مقام او ولایتي شورا مخې ته غځېدلی سړک بند کړ او خبرداری یې ورکړ، که غوښتنې یې ونهمنل شي، د دې ولایت لویه لار به هم وتړي.
دوی وايي، حکومت له اېرانه پر واردېدونکیو سوداګریزو جامو بندیز لګولی چې سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی. لاریونوال زیاتوي، دوی به د حکومت د دې کار پروړاندې چوپ پاتې نهشي.
په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړی شاهمحمود نعیمي هم نیوکه کوي او وايي، حکومت دې د جامو پر واردېدو د بندیز لګولو پرځای، فاسد کسان ونیسي.

خو د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، افغانستان ته له اېرانه پر ځینو واردېدونکیو توکیو بندیز یې د حکومت مرکزي ادارې په غوښتنه لګولی او د دې ولایت سیمهییزه اداره به د فراهیانو غوښتنې مرکز ته ورسوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې وړاندې د مالیې وزارت له لارې دې ولایت ته د یوه مکتوب په لېږلو سره، د فراه سیمهییزې ادارې ته لارښوونه کړې چې د ۱۳۹۷ کال، د سنبلې له ۲۵ نېټې وروسته دې له اېرانه پر څلورډوله واردېدونکیو توکیو بندیز ولګوي.





