د پټا سوداګریز هوکړه لیک لاسلیک کیږي

د تاجکستان، افغانستان او پاکستان درې اړخیز سوداګریز او ترانزیټي هوکړه لیک، چې په ۲۰۱۰م کې د اپټا په نوم وه او اوس به د پټا تر سر ليک لاندې د یادو هېوادونو ترمنځ لاسليک شي.

دغه سوداګریز او ترانزیټي تړون مسوده نهايي شوې ده او ډېر ژر به د درې واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت چارواکي وايي، چې تاجکستان د دې پروژې سره د ګډون غوښتنه کړې وه او افغانستان او پاکستان هم دغه غوښتنه و منله.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د دې وزارت مسلکي او فني برخې مسولینو د تاجکستان او پاکستان هېوادونو د فني مسولینو سره په یوې تازه ناسته کې، چې  د تاجکستان په دوشنبه کې یې لرله وروستۍ هوکړې ته رسیدلي دي او په نږدې راتلونکي کې به د غه هوکړه لیک د درې واړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ په پلازمېنه کابل کې لاسلیک شي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند زياتوي، افغانستان بسټیزه موخه د پټا د هوکړه لیک  له لاسلیک څخه دا ده، چې افغانستان په سیمه کې په یوه ترانزیټي هېواد بدل شي او همدارنګه سوداګریز او ترانزیټي خنډونه له ګاونډیو هېوادونو سره له منځه یوسي.

د پټا د هوکړه لیک په ګډون افغان سوداګر تل د  پاکستان له لوري د دغو هوکړه لیکونو د موادو له نه عملي کولو څخه شکایت کوي.

د سوداګرې او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزي سلام وطندار ته وویل، که چېرې پاکستان د تېر په څېر دغه هوکړه لیک هم مات کړي او دغه مسله په دې هوکړه لیک کې په پام کې ونه نیول شي بیا به هم د افغانستان په ګټه نه وي.

الکوزی خبرداری ورکوي، که چېرې د دې هوکړې برخلیک د اپټا په څېر شي د سوداګرۍ او صنایع خونه یې مخالفت کوي.

الکوزي، په دې هوکړه لیک کې د نړېوالو ترانزیټي معیارونو په پام کې نیول ټنګار سره سره وايي، که په دې هوکړه لیک کې هند او ترکمنستان په پام کې نیول شوی وای، نو اوس به افغانستان په سیمه کې د یو اقتصادي دهليز بڼه ځانه ته غوره کړي وای.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو مسولین په دې باور دي، چې په تېرو ۵ کلونو کې د اپټا هوکړه لیک د افغانستان په ګټه تمام نه شو.

خو د ياد وزارت ویاند وايي، د پټا هوکړه لیک پر بنسټ، چې کومې اسانتیاوې د پاکستان موټرونو ته د افغانستان په خاوره کې دننه ورکول کیږي په همدې ډول به د تاجکستان او افغانستان موټرو ته د پاکستان په خاوره کې د ننه دغه شان اسانتیاوې ورکول کیږي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت د ویاند په باور کله، چې دغه درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شي، هغه ستونزې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترانزیت برخه کې شته هوارې شي.

د ده په وينا دغه کار به د افغانستان په سوداګرۍ او ترانزیت په پراختیا او د صادارتو په ډېروالي اغیز ولري.

د دې ټولو سره د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت مرستیال سید رحمان نظروف ویلي، که دغه هوکړه لاسلیک شي د درې واړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او ترانزیت کچه ۵ میلیارډه ډالرو ته لوړه شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام