
د روژې میاشتې له پیل سره سم د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړیږي.
د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د روژې په میاشت کې د پخوا په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي او زیاتوي، حکومت یې د راټیټولو لهپاره کوم پلان نه لري.
دوو کابل ښاریانو عمرخان او کریم سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ورځنۍ مزد یې کم دی، بیې لوړې شوي او له کبله یې نه شي کولی خوراکي توکي وپېري.
عمرخان وايي، ټوله ورځ په ښار کې کراچۍ چلوي او په ورځ کې ۸۰ افغانۍ ګتي، چې کورنۍ ته یې بسنه نه کوي.
کریم وویل، د توکو اخیستلو توان نه لري، کار نه پیداکېږي او په ښار کې ټوله ورځ کاغذونه راټولوي.
دی وايي، په دې چارې سره نه شي کولی؛ خپلو ماشومانو ته څه واخلي او روزي وګټي.
دوی له حکومته غواړي، په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کنترول ولګوي او د پېر او پلور بهیر په جدي توګه وڅاري.
د کابل ښار یو هټیوال میرویس هم مني، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

میرویس وویل، له روژې مخکې یو کارتن پېروی ۱۱ سوه افغانۍ و، د روژې په میاشت کې ۱۲ سوه افغانۍ شوی دی او په هره بورې وریجو کې ۱۰۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
دی وايي، یو من بوره له روژې مخکې ۳۰۰ سوه افغانۍ وه اوس ۳۵۰ افغانۍ شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، که هر څوک په بازارونو کې توکي په لوړه بیه وپلوري او یا په کومه پلمه بیې لوړې کړي د قانون له مخې ورسره قانوني چلند کېږي.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي هم د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو لوړو بیو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، چې د خوراکي توکو د بیو ټیټوالي په موخه يې د خصوصي سکتور استازو سره خبرې کړي دي.
دغه راز یو شمېر سناتورانو هم د مشرانو جرګې د یک شنبې ورځ غونډه کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیو لوړوالي په اړه اندېښنه وښودله.
سناتورانو پرېکړه وکړه، چې په روژې مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو بیې ټیټوالي له پاره باید د هېواد له سوداګرو سره خبرې وکړي.
خو ځینې اقتصاد پوهان وايي، په افغانستان کې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی پر یو دود بدل شوی دی.
راپورونو له مخې، یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې په روژې میاشت کې د پېر او پلور بهیر په جدي توګه څارل کېږي او حکومتونه هڅه کوي بازاراونو ته د خوراکي توکو په واردولو سره بیې د پخوا په پرتله راټیټې کړي.





