مودي: چابهار به د سيمې تاریخ ته تغیر ورکړي

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په هغه ناسته کې، چې د چابهار بندر د پرانستلو په موخه جوړه شوې وه وویل، د دغه بندر تجارتي پېل به د سیمې تاریخ بدل کړي.

نن دوشنبه(می ۲۳مه) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر ایران ته د چابهار سوداګریز بندر د پرانستلو په موخه تللي.

په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي زیاته کړه، چې د درېيو هېوادونو ترمنځ دغه تجارتي راکړه ورکړه به د نړۍ نورو هېوادونو ته هم لاره پېدا کړي، چې لومړی به د اسیا سویلي او وروسته به له اروپايي هېوادونو سره وصل شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د دغه تجارتي راکړې ورکړې هدف د هیڅ هېواد انزوا او سرکوب کول نه دي.

مودي همدارنګه وویل، چې په اسیا کې اوسنی اقتصادي پرمختګ د تروریزم له ګواښ سره مخ دی.

له بل لوري افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې له دې وروسته به اسیا په یو اقتصادي براعظم بدل شي او په نړۍ که به يو لوی اقتصادي تحرک را منځ ته کړي.

هغه د افغانستان ځينو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې ځينې هېوادونه د اقتصادي راکړې ورکړې پرځای تروریزم صادروي او " موږ درې هېوادونه (افغانستان، هندوستان او ایران) خلکو ته هیلې او همکاري صادروو".

د ولسمشر محمد اشرف غني په دغه تجارتي مثلث کې د روسيې هېواد یادونه هم وکړه او ویې ویل، په دغه برخه کې روسیه هم کولی شي، چې د یو اقتصادي همکار په توګه پاتې شي.

له بل لوري د دغې ناستې کوربه ایراني ولسمشر محمد حسن روحاني وویل، چې دوی به د یوې خوندي لارې څخه هندوستان له افغانستان او دمنځنۍ اسیا نورو هېوادونو سره وصل کړي.

روحاني زیاته کړه، چې د دوی دغه اقتصادي توافق به د هيڅ هېواد پر وړاندې نه وي او په دغې برخې کې نور هېوادونه هم د همکار په صفت شریکدای شي.

د ایران ولسمشر دا هم وویل، چې د افغانستان، هندوستان او ایران ترمنځ دغه اقتصادي هوکړه سیاسي جنبه هم لري.

د یادولو ده، چې له دغه بندر څخه د تجارتي راکړې ورکړې وروسته به افغانستان د کراچۍ بندر پرته دویمه بحري لاره هم ولري.

همدارنګه د معلوماتو پر بنسټ د چابهار بندر د کراچۍ او عباس بندرونو په پرتله له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلو متره د افغانستان مرکز ته نږدې دی او له دې لارې په لږ لګښت واردات او صادرات شوني دي، چې له چابهار بندره هر کانتینر مال کې د کراچۍ په پرتله ۱۰۰۰ډالره توپير راځي.

چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې ستره سوداګریزه سیمه ده، چې ددې بندر جغرافیوي موقعیت د سیمې هیوادو په ځانګري توګه افغانستان او هندوستان له پاره ځانګړی ارزښت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام