.jpg)
راپورونه وايي، چې د افغانستان د نورم او سټنډرد ریاست او د " جیوکم مډلست" په نوم هندي شرکت د بډو په مقابل کې ځينو شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې هېواد ته بې کېفيته تېل وارد کړي.
د هرات ولايتي شورا رییس کامران علیزي نن یک شنبه (فبروري ۷مه) د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې هره ورځ د پېسو په مقابل کې په لسګونه ټانکره بې کېفيته تېل د هرات د نورم او سټنډرد ریاست او هندي شرکت جیوکم مډلست له تاید وروسته د اسلام قلعه او تور غونډي بندرونو له لارې افغانستان ته وارديږي.
د ویلو ده، چې په افغانستان کې د بې کېفيته تېلو د واردېدو د مخنيوي دنده د نورم او سټنډرد ادارې او هندي شرکت جيو کيم پر غاړه ده.
هغه وايي، چې د نورم او سټنډرد اداره په هر ټن تيلو کې ۵ ډالره اخلي او ښايي هره ورځ ميليونونه ډالر له همدې لارې تر لاسه کړي.
د هرات د ولايتي شورا رییس وايي، چې دا د افغانستان د قانون خلاف کړنه ده.
عليزی زیاتوي، چې ۳ ټانکره بې کېفيته تېل د هرات امنيې قومندانۍ، ولايتي شورا پلاوي، څارنوالۍ او د نفتي توکو د ریاست له خوا بېرته ایران ته ولېږدول شول، خو ۷ ورځې وروسته د همدې هندي شرکت او د هرات د نورم او سټنډرد ریاست له خوا هرات ښار ته داخل کړی شو.
د نوموړي په وينا، له څو وار شريکولو وروسته هم تر اوسه په دې اړه د هرات سيمه ییزې ادارې اقدام نه دی کړی.
له بل لوري بیا د هرات د نورم او سټنډرد ریاست مشر امین الله اميني بیا په دې اداره کې فساد نه مني او وايي، چې دوی د کېفيت په تثبیت کې هیڅ راز ونډه نه لري.
خو د هرات والي محمد اصف رحيمي وايي، چې د درې ټانکرو بې کېفيته تېلو له پاره پلاوی ټاکل شوی او پر دوی د ثبوت په صورت کې به څارنوالۍ ته و پېژندل شي.
و مو غوښتل په دې اړه د جیو کیم مډلست شرکت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه شو.
د ویلو ده، چې جیو کیم مډلست شرکت درې کاله وړاندې په افغانستان کې د وارداتي تېلو د کېفيت معلومولو په اړه له افغان حکومت سره تړون لاسلیک کړی و.





