په بغلان کې سيمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د تېرو درېيو کلونو راهیسې ۱۶۹ میليونه ډالره په بېلابېلو پراختيايي پروژو لګول شوي دي؛ خو د یاد ولایت د ولايتي شورا غړي بیا وايي، چې دغه لګښتونه او پروژې خيالي دي، ځکه د دوی په وينا د پروژو له پاره د ځانګړو شويو پېسو ډېره برخه شخصي جيبونو ته تللي.
د بغلان د مالي او ادارې څانګې رييس عبدالحي سجاد وايي، چې دغه پېسې په ۱۸۷ بېلابېلو پروژو کې د یاد ولایت په ۱۴ سيمو کې مصرف شوي دي.
هغه زیاتوي، چې دوی په بغلان کې ځينې دولتي او حکومتي ودانۍ، ښوونځي، کلينيکونه او سړکونه جوړ کړي دي.
داسې ويل کيږي، چې د دغو پروژو پېسې د ( پې آر ټي، اې ايف دبلیو، آر سي دي ایف، جي آې زېټ) او افغان دولت له لوري ورکول شوي دي.
په ولايتي شورا کې د بغلان د خلکو استازي شمس الحق بارکزي سلام وطندار ته وویل، چې دوی د دغو پروژو مصرف دقیق او پر ځای نه بولي.
هغه زياتوي، چې د پروژو په تطبيق کې شفافیت او روڼوالی د خلکو د استازي په توګه ده ته د منلو وړ نه دی.
ځينې کارپوهان هم وايي، چې دولت نه باید د مرسته شويو پېسو د مصرفولو په برخه کې ناغېړي وکړي.
په بغلان کې د پوهنتون استاد عبدالسمېع وفا وايي، که چېرې دغه پېسې په سمه توګه مصرف شوي وای، نو اوس به د بغلان د خلکو زیاتې ستونزې ورسره حل وې.
هغه هم وايي، چې دغه پېسې په سمه توګه نه دي لګول شوي.
وفا زياتوي، چې خلک باید د پېسو د بې ځایه لګښت مخه ونیسي.
سره له دې، چې په دې وروستیو تېرو کلونو کې د نړېوالو هېوادونو له لوري د افغانستان سره خورا زياتې مرستې وشوې، خو ویل کيږي، چې په افغانستان کې د دغو پروژو پر تطبیق د سالم مديريت نه شتون، اداري فساد او د يو ځواب ويوونکي سيسټم نه شتون د دې لامل شوی، چې پروژې په سمه توګه تطبیق نه شي او د خلکو بې باوري پر حکومت زياته شي.





