.jpg)
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، چې دغه بند به د هرات د سلما نوي جوړي شوي بند په پرتله د اوبو ذخیره کولو دوه چنده زیات ظرفیت ولري.
دوی وايي، چې چارې به يې په ۱۸ میاشتو کې پای ته ورسيږي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر انجینر علي احمد عثماني په ارګ کې د فراه ولایت د بخش اباد د اوبو بند د پرانیستلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دغه اوبو د بند جوړولو لګښت د افغانستان انکشافي بودیجې څخه ورکول کېږي او ۴،۵ میلیونه ډالره به پرې ولګول شي.
علي احمد عثماني زیاته کړه، چې د اوبو دغه بند به د ۸۱ مترو په جسماني لوړوالي جوړ شي او د ۲۷ میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د راپورونو له مخې دغه بند به د ۱۳۶۰ میلیونه مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري.
همدارنګه د دغه بند جوړونکې (Hydro ARDH)کمپنۍ مشر "کتیله مسوکو" وايي، چې دوی به د دغه بند د ښه جوړولو په برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

له بل لوري د فراه والي محمد اصف ننګ وویل، چې دوی به د دغه بند د امنیت په برخه کې خورا هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه، چې د دغه بند له جوړېدو وروسته به په فراه کې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.
له بل لوري د چارو د ادارې مشر سلام رحیمي وویل، چې د دغه بند د امنیت ټينګښت له پاره د دولت وسله والو مخالفینو هم ژمنه کړې.
د ویلو ده، چې دغه بند شاوخوا ۵۶۰ متره اوږدوالی لری، چې لومړنۍ څېړنې يې په ۱۳۵۵م لمریز کال کې د یو فرانسوي شرکت له خوا شوې وې.
په ۱۳۹۲ م لمریز کال کې يې تفصیلي څېړنې یو پاکستاني شرکت ته ورکړل شوې وې، خو په کار کې د زیات ځنډ له امله د ولسمشر له خوا دغه قرارداد فسخ شو او اوس یې چارې نوي شرکت ته وسپارل شوې.





